د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

کابل پولیس د یوې نجلۍ د وژنې په مخنیوي کې په بې غوري تورن شول


یوشمېر مدني ټولنې پر امنیتي ځواکونو انتقاد کوي چې په کابل کې د خلکو له لورې د یوې نجلۍ د قتل د مخنیوی لپاره یې وظیفوي غفلت کړی دی.

په داسې حال کې چې په کابل کې د یو شمېر خلکو له لورې د قران شریف د سوځولو په تور د یوې نجلۍ وژنې بیلابیل غبرګونونه پارولي دي؛ یو شمیر مدني فعالان پرامنیتي ځواکونو انتقاد کوي چې د دغې نجلۍ د وژنې په مخنیوی کې پاته راغلي دي.

د مسووله اوسیدونکو د مدني غورځنګ غړیو د شنبې په ورځ یوې غونډې ته د وینا پر مهال سره له دې چې د دغې پيښې د عاملینو د جدي محاکمې غوښتنه وکړه؛ پولیس یې د دغې وژنې په مخنیوي کې په بې غورۍ تورن کړل.

د دغه بنسټ غړي احمدشاه ستانکزي په دې اړه وویل:

"پولیس هم موږه ولیدل، کله چې یوه پيښه کوم ځای کیږي؛ تر وزیر داخله پورې هلته حاضریږي او دا پيښه یو ساعت دوام کوي؛ خو متاسفانه غیر له څو پولیسو څخه بل څوک ورته نه راځي. یعنې هغه قوه چې په داسې حالاتو کې باید موجوده وای؛ نه و."

دغو مدني فعالانو همدا رنګه په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې ویل شوي؛ د افغانستان د حج او اوقافو وزارت او د عالمانو شورا باید په دې برخه کې چوپ پاته نه شي او پرې نږدي چې له دین څخه سوء استفاده وشي.

دوی همدرنګه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د خلکو د عامه پوهاوی لپاره دې اقدام وکړي؛ څو دا ډول پيښې بل وارې تکرار نه شي.

د پنجشنبې په ورځ یو شمېر پاریدلو خلکو د کابل ښار د شاه دوشمشېره جومات ته څیرمه یوه نجلۍ لومړې په وهلو ټکولو ووژله او تر سوځولو وروسته یې مړی د کابل سیند ته واچوه.

د بشري حقونو بیلابیلو سازمانونو دا پيښه غندلې ده او د افغان حکومت د اجرایي رییس دویم مرستیال محمد محقق هم د شنبې په ورځ په کابل کې د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې وویل چې دا موضع باید د محاکمو له لورې مخته بیول شوې وای:

"کومه پيښه چې پنجشبنې د شاه دوشمېره په سیمه کې وشوه؛ یوه ناسمه پيښه وه. که کومه ګناه یې هم کړې وي باید محاکمې ته یې سپارلې وای. څه چې قاضیانو ورباندې حکم کاوه، شرعي و."

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا آزادي راډیو ته وویل؛ له هغو پولیسو هم څیړنې کیږي چې د دې سیمې مسوولیت لري او د پيښې په سیمه کې حاضر وو:

"د دې قضیې یوه برخه به دا وي چې د حوزې او په ځانګړي توګه د هغو پولیسو اجرات به وڅیړل شي چې هلته موجود وو. ټوله دې ډاډه وي چې هم دا پيښه او هم د پولیسو کړنې په جدیت سره ارزول کیږي."

د کابل د امنیه قومندانۍ مسولین وایي؛ د دغې پيښې په تړاو یې نهه کسان نیولي او څیړنې ورڅخه دوام لري.

XS
SM
MD
LG