د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

محقق د افغان سولې په اړه د ګاونډيو او سیمې د هیوادونو رول مهم وباله


د افغان حکومت د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق
د افغان حکومت د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق

افغان چارواکي وايي د سولې او ثبات د راوستلو لپاره له یوې نوې تګلار کار اخلي.

افغان حکومت وايي، د تېر په څېر به ګاونډیان د سولې په هڅو کې په ناغیړۍ نه تورنوي؛ بلکې د سولې او امنیت د راوستلو لپاره د هغوی د باور د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

د حکومت د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وویل؛ د افغان حکومت د دغې نوې تګلارې له مخې به د افغان سولې د هڅو لپاره د ګاونډيو هیوادونو رول ته اهمیت ورکول لومړیتوب ولري.

ښاغلي محقق دا څرګندونې په کابل کې د نوي کال په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې:

"د ملي وحدت د دولت په نوې تګلاره کې د افغانستان د سولې د قضیې په اړه د ګاونډيو او سیمې د هیوادونو رول مهمه بلل کیږي.

د ملي وحدت حکومت غواړي چې له ګاونډيو هیوادونو سره سړې اړیکې او د بې اعتمادۍ فضا له منځه یوسي. حکومت غواړي چې ګاونډيانو ته ووايي چې موږ ستاسو خاورې ته سترګې نه دي نیولي؛ ستاسو خاورې ته تروریستان نه درلیږو او تاسو هم زموږ له خاورې سره دا کار مه کوئ."

ښاغلي محقق وویل، جمهور رییس او اجرایه رییس به دواړه هڅه وکړي؛ څو له ګاونډيو هیوادونو او هغو هیوادونو څخه چې لا تر اوسه د افغان سولې په اړه ورسره خبرې نه دي شوي؛ د همکاریو غوښتنه وکړي.

د افغان حکومت د اجرایه ریاست دویم مرستیال د افغان سولې لپاره د نوې تګلاره په اړه په داسې حال کې څرګندونې کوي چې جمهور رییس او اجرایه رییس دواړه د امریکا متحده ایالتونو په سفر روان دي.

د نورو خبرو تر څنګ امریکا ته د ملي وحدت د حکومت د مشرانو د دغه سفر هدف د افغانستان د سولې د هڅو په اړه د امریکا او لویدیځ د حمایت جلبول ښودل شوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د نوي کال په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې د سولې او امنیت راوستل د افغان حکومت له لویو هدفونو څخه دي.

ښاغلي غني همداراز په خلکو غږ کړی چې په ټولو برخو کې دې له حکومته ملاتړ وکړي.

د حکومت د اجراییه ریاست دویم مرستیال ښاغلي محقق په کابل کې د نوي کال په لومړۍ ورځ د جنډه بالا په مراسمو کې همداراز د امنیت د راوستلو او د هغو یو دېرشو افغانانو د خلاصون د هڅو په اړه خبرې وکړې چې نږدې یوه میاشت مخکې تښتول شوي و.

محمد محقق وویل چې دا یو دېرش تښتول شوي افغانان تر اوسه روغ رمټ دي او په نږدې راتلونکي کې به د هغوی د خلاصون هڅې مثبتې نتیجې ورکړي:

"یرغمل شوي کسان تر اوسه پورې روغ رمټ دي. هغو کسانو چې دوی په هر دلیل باندې نیولي دي؛ خو مشران او خلک هوډ لري چې یرغمل شوي کسان وساتي. ځینې خبرونه هم لرو چې له یرغمل شويو نه ځينې راخوشې شوي دي. د یرغمل شویو قضیه په جدي توګه تعقیبیږي او د هغوی د خلاصون لپاره ښکیلې خواوې ډاډمنې دي چې دا یرغمل شوي افغانان به خوشې کیږي."

د زابل په شاه جوی سیمه کې نږدې یوه میاشت مخکې یو دېرش افغانان د وسله والو له خوا وتښتول شول چې د لټون لپاره یې پوځي عملیاتو هم کومه خاصه نتیجه ورنه کړه.

د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمدمحقق د نوي کال په مراسمو کې وویل چې د سولې او ثبات لپاره وروستي پرمختګونه او هڅې او همداراز د یرغمل شویو کسانو قضیه هغه مسایل دي چې افغان حکومت ورته په دې ورځو کې لومړیتوب ورکړی دی.
د نوي کال په مناسبت په دغو مراسمو کې ګڼ شمیر خلکو په خپلې همیشنۍ غوښتنې چې د سولې او ثبات راوستل دي ټینګار وکړ.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG