د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۶

په ۱۳۹۳ کال کې د سولې لپاره هڅې او لاسته راوړنې


د افغانستان د حکومت چارواکي وايي چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره اوس تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ده.

خو د سولې د ټینګښت لپاره په تیر یوه کال کې په ځانګړي توګه د ملي وحدت حکومت له جوړېدو وروسته تر کوم حده هڅې شوي دي او آیا د دغو هڅو مثبتو نتیجو ته امیداوري شته؟

له وسله والو مخالفینو سره د افغان حکومت د سولې د مذاکراتو د څو کلونو هڅو ولې نتیجه نه ده ور کړې؟

دا هغه پوښتنه ده چې، د هر افغان په ذهن کې راګرځي.

خو داسي ښکاري چې نن سبا ددې بهیر د بریالیتوب لپاره هڅې تیزې شوي دي. هغه څه چې افغان حکومت یې هم یادونه کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د تیرو شپږ دیرشو کلونو په مقایسه اوس مهال د سولې لپاره بې ساری جدیت شته.

خو دا بهیر په څه ډول پر مخ ځي؟ ولسمشر غني یې ځواب وايي:

"د دې ټولنې اجماع د سولې د ټینګښت لپاره ده. خو هغه سوله چې زموږ ارزښتونه او لاسته راوړنې وساتي. هغه سوله چې شفافه او روښانه وي؛ نه د پردې تر شا. زه تاستو ته ډاډ درکوم چې زموږ پر هیڅ کوم ملي ارزښت باندې له هیڅ چا سره هیڅ ډول معامله نه ده شوې او نه به هم وشي."

د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته ښاغلي غني یو شمیر هېوادونو لکه دوه ځله سعودي عربستان؛ چین او پاکستان ته په همدې هدف سفرونه درلودل چې ویل کیږي د سولې مذاکراتو ته د نږدې کېدو لپاره یې ځينې لاسته راوړنې هم لرلې.

د حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله هم خلکو ته ډاډ ورکوي چې دا بهیر ملي ګټو ته په پام سره ترسره کیږي.

خو دا مذاکرات کله پيلیږي؟

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني که څه هم وايي چې د سولې د مذاکراتو لپاره زمینه برابره شوې ده؛ خو دقیقه نیټه یې نه یادوي:

"د سولې او مذاکراتو زمینه برابره شوې ده. د کار په لومړي پړاو کې یو؛ خو هیله من یو چې په راتلونکې کې خبرې پيل شي. تر دې دمه چې زه ستاسو سره خبرې کوم؛ مذاکرات نه دي پیل شوي."

کارپوهان بیا د سولې د مذاکراتو پرمثبتو پایلو شک څرګندوي او وايي چې دا مذاکرات به په افغانستان کې جګړه ختمه نه کړي.

د چارو کارپوه احمد سعیدي وايي؛ د سولې د مذاکراتو د څرنګوالي لپاره د حکومت اقدامات به افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د سیاستونو قرباني کړي.

نوموړی وايي، سولې ته د رسېدو لپاره تر هر څه مخکې یوې ملي افغاني اجماع ته اړتیا ده:

"هغه سوله چې ولسمشر اشرف غني پيل کړې؛ زما په باور نتیجه یې مطلوبه نه ده. افغانستان لومړی یوې ملي افغاني اجماع ته اړتیا لري؛ بیا سیمه ییزه او نړیوالې اجماع ته ضرورت لري. تاسو د عربستان او ایران تضاد ته وګورئ. دغه راز د پاکستان او هند تضاد ته وګورئ. دلته چین، روسیه او نور هیوادونه دي. تر هغه وخته چې دا توازن مراعت نه شي، نتایج یې منفي دي."

په داسې حال کې چې حکومت په نږدې راتلونکې کې د سولې د مذاکراتو د پیلیدو خبره کوي؛ طالبانو تر اوسه رسماً دا نه دي ویلي چې په دغو خبرو کې به برخه اخلي او که نه.

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانستان په اساسي قانون کې تعدیلات د سولې د خبرو لپاره د طالبانو اساسي شرطونه دي.

د طالبانو د رژیم یو شمېر پخواني چارواکي هم وايي چې د طالبانو مشروع غوښتنو ته باید مثبت ځواب ورکړل شي.

د طالبانو د رژیم چارواکي مولوي سید اکبر آغا آزادي راډیو ته وویل چې حکومت باید د ملت د کرارۍ لپاره په ځینو مواردو کې انعطاف و لري.

"داسې وشي چې حکومت او بهرنیان په دې قانع شي چې طالب په افغانستان کې یوه ډله ده او یو وخت یې حکومت کړی و. د دوی مشروع غوښتنو باندې قناعت وکړي او غیر له دې څخه حکومت باید په خپلو کړو کې تغیرات راولي او دې ته حاضر شي چې د ملت لپاره تر هر څه تیر شي."

په دې وروستیو کې داسي راپورونه خپاره شول چې حکومت د سولې په خبرو کې دیرش فیصده سیاسي واک طالبانو ته ورکوي؛ خو حکومتي چارواکي دا راپورونه ردوي.

د سولې د مذاکراتو پیلیدو ته په داسې حال کې د بیلابیلو لورو له خوا لیوالتیا لیدل کیږي؛ چې مخکیني ولسمشر حامد کرزي په وار وار طالبانو ته ورونه ویلي وو او د سولې د خبرو د پیلولو لپاره یې اضافه تر شل سفرونه پاکستان ته وکړل.

خو له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د مخکیني حکومت هڅو هیڅ نتیجه نه درلوده.

د ملي وحدت حکومت له رامنځ ته کېدو سره ظاهراً د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوي او دغه هیواد ژمنه وکړه چې طالبان به د سولې خبرو ته حاضروي.

خو څیړونکي د دې بهیر د بریالیتوب لپاره د پاکستان پر ارادې شک څرګندوي.

یو له همدغه څیړونکو څخه د مخکیني حکومت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا دی:

"افغان حکومت تر اوسه پاکستان ته ډیر امتیازونه ورکړي دي. په حکومت کې زما لس کلنه تجربه منفي ده او په دې خاطر دی چې زه نوي حکومت ته خبرداری ورکو چې له پاکستان سره په خپل چلند کې احتیاط وکړي."

خو پرمخکیني حکومت په ځانګړې توګه د سولې پر شورا په دې خاطر انتقادونه شته چې له زیاتو لګښتونو سره سره په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې چې دغه شورا جوړه شوې؛ د سولې د ټینګښت لپاره د دوی هڅو د پام وړ نتیجه نه درلوده.

د سولې د عالي شورا چارواکي هم د دغې شورا په کارونو کې خلاوې مني.

د سولې د شورا د دارالانشا رییس معصوم ستانکزی وايي چې دوی د سولې لپاره په ذهنیت جوړولو کې بریالي نه وو؛ خو هیله څرګندوي چې وشي کړای د دې بهیر د بریالیتوب لپاره لهنویو ادبیاتو سره کار پيل کړي:

"موږ ذهنیتونه اداره نه شو کړای، دا باید و منو چې دا د سولې د عالي شورا او حکومت د کم کارۍ په خاطر ده. هیلمن یم چې موږ د خلکو د راټولو لپاره پر نویو ادبیاتو کار وکړو؛ څو له افغان څخه د افغانستان پر وړاندې استفاده ونه شي او دا یوه اساسي خبره ده."

خو آیاد ریښتینې سولې ته د رسیدو لپاره د نوي حکومت هڅې څومره بریالۍ ګڼلی شو.

ولسمشر محمد اشرف غني هڅه کوي د سیمې د ځينو هېوادونو لکه چین او سعودي عربستان په مرسته پر پاکستان فشار راوړي؛ څو وسله وال مخالفین مذاکراتو ته حاضر کړي.

کارپوهان هم وايي، د سولې د خبرو لپار باید یو بې طرفه او با صلاحیته پلاوی وټاکل شي او د حکومت او طالبانو تر منځ اعتماد زیاد شي.

د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داود دغه راز ټینګار کوي چې د سولې بهیر هغه وخت بریالۍ کیدای شي چې کورني او بهرني اړخونه یې دواړه یو شان تقویه شي:

"طبعی خبره ده چې کورني او بهرنۍ اړخ له یو بل سره لازم او ملزوم دي. بیا به په هغه وخت کې سمه نتیجه ورکړي. که چېرته دوی په یو بعد کې ډير مخته ځي چې هغه بهرنی بعد دی او کورني بعد ته پام نه کوي او په دې تمه وي چې دوی ته به ټول کار پاکستان یا چین یا امریکااو یا هم عربستان او امارات جوړوي؛ نو زه فکر نه کوم چې دا به یوه مطلوبه نتیجه ورکړي."

په همدې حال کې ولسي جرګه سره له دې چې د سولې له بهیر څخه ملاتړ څرګندوي؛ خو وايي چې د دې بهیر ټول جزیات باید له خلکو سره شریک کړای شي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وايي؛ د سولې د خبرو تر پیلیدو مخکې باید یو کاري کتبي پلان جوړ او د تایید لپاره دغه جرګې ته واستول شي:

"د سولې د پروسې د شروع لپاره باید له مخکې نه یو منظم کاري لیکلی پلان ترتیب او د شورا له خوا تایید شي. تر څو د ملت استازې په جریان کې وي او ملت ته همدا پارلمان مسوول دی."

اوس به وکتل شي چې، د ملي وحدت حکومت به څومره د سولې په هڅو کې بریالۍ وي او افغانان به خپلې سترې غوښتنې ته چې په هیواد کې سوله او آرامي ده و رسیږي.

XS
SM
MD
LG