د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

په ۱۳۹۳ کال کې افغان ځواکونو د ټول هېواد امنیتي مسوولیت په غاړه واخیست


افغانستان په ۱۳۹۳ لمریز کال کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان لورې ته د ټولو امنیتي مسولیتونو د لیږد شاهد و.

د امنیتي او سیاسي لیږد په خاطر ۱۳۹۳ لمریز کال د افغانستان لپاره له ستونزو او لاسته راوړنو ډک کال بلل کیږي.

په دغه کال کې د لومړي ځل لپاره افغانانو د ټول هیواد امنیتي مسوولیت په غاړه واخیست او پرته له بهرنیو ځواکونو یې په خپلواکه توګه پوځي عملیات پيل کړل.

افغان لورې ته د امنیتي لیږد په بشپړېدو سره ولسمشر محمد اشرف غني هغه اندیښنې ناسمې وبللې چې ګڼې افغان ځواکونه د هیواد د دفاع وړتیا نه لري:

"د امنیتي انتقال په بشپړېدو سره یوه ناسمه فرضیه رامنځ ته شوه چې ګڼې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان او خلکو څخه د دفاع وړتیا او انګیزه نه لري. په صراحت سره وایم چې زه د وسله والو ځواکونو د سرقومندان په صفت په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړم."

دا یوازې افغان ولسمشر نه دی چې د افغان ځواکونو وړتیاوې ستایي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمپبل هم د دغه ځواکونو قابیلیتونه یادوي:

"لکه څنګه چې موږ د آیساف جنګي ماموریت پای ته رسوو او قاطع حمایوی ماموریت پیلوو؛ افغان پوځیان داسې ځای ته رسیدلي چې ټولو ته د قدر وړ دي. موږ به د افغان ځواکونو په روزنې؛ مشورې او له هغوی سره په همکارۍ بوخت و اوسو. تر څو هغوی داسې یوه ستراتیژیک موقعیت ته و رسیږي چې وکولای شي جګړه وګټي."

د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته د نږدې پنځوسو هېوادونو شاوخوا یو نیم لک پوځیانو د آیساف په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځي ماموریت پيل کړ.

په دوی کې د آسټرالیا او مقدونیې غوندې هېوادونو پوځیان هم شامل وو چې د ناټو غړيتوب نه لري.

افغان حکومت او خلک په تیرو دیارلسو کلونو د څه باندې درې نیم لکیزه افغان پوځ جوړېدل؛ په دغه هېواد کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونه یوه ستره لاسته راوړنه بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي؛ افغانانخوشحاله دي چې اوس د بهرنیانو پر ځای افغان ځواکونه د هېواد امنیت ساتي:

"خلکو په بې سارې توګه د امنیتي مسولیتونو له انتقال څخه هرکلۍ وکړ. خلک خوشحاله دي چې خپل ځواکونه یې له هېواده دفاع کوي. دا ملاتړ د پام وړ دی او سابقه نه لري."

عام افغانان بیا افغان لورې ته د امنیتي مسولیتونو د لیږد په اړه څه نظر لري؟

د هلمند اوسیدونکی حمید الله وايي:

"یو مثبت بدلون چې موږ یې وینو هغه دا دی چې اوس خلک هم له دولت سره کمک کولو ته زړه ښه کوي. امنیت هم کرار کرار مخ په ښه کېدو دی. کوم ځای کې چې اوس ملي اردو یا ملي پولیس دي؛ هلته امنیت تر پخوا د سمېدو په حال کې دی."

تر دوه زره او څوارلسم میلادي کال وروسته افغانانو ته د امنیتي مسولیتونو د لیږد پر موضوع لومړی ځل په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د لیزبون په غونډه کې فیصله وشوه.

تر دې نیټې یو کال وروسته د شیکاګو په غونډه کې پر دې بحث وشو چې دغه پروسه به په پنځو پړاونو کې په تدریج سره عملي کیږي چې لومړی پړاو یې د ۱۳۹۰ لمریز کال د سرطان په شپږویشتمه نیټه و.

د ۱۳۹۳ لمریز کال د جدې په اوومه چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د ډسمبر اته ویشته نیټه وه؛ له بهرنیانو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو وروستۍ او پنځم پړاو په یو لړ مراسمو سره ترسره شو.

ناټو ځواکونو د ۲۰۱۵ کال د جنورې له لومړۍ نیټې په افغانستان کې د قاطح ملاتړ په نامه نوی ماموریت چې د افغان ځواکونو پر روزنې، تجهیز او ملاتړ متمرکز دی؛ پیل کړ.

د همدې ماموریت له مخې به شاوخوا پنځلس زره بهرني ځواکونه په افغانستان کې تر دوه زره او اولسم کال پورې پاته وي چې زیاته برخه یې امریکایي پوځيان جوړوي.

خو پوښتنه دا ده چې افغان پوځ به چې لا هم کافي وسلې نه لري او له مالي پلوه هم پر بهرنیو مرستو اتکا کوي؛ څومره وکړای شي له راتلونکو ستونزو او ګواښونو سره مبارزه وکړي.

د قاطع ملاتړ د عمومي قومندانۍ مرستیال جنرال کارسټین جکوبسن آزادي راډیو ته وویل چې ښايي افغان ځواکونه په راتلونکې کې له ځينو ګواښونو سره مخامخ وي؛ خو تر څنګ یې د دغو ځواکونو پر وړتیاو ډاډ څرګندوي:

"په افغانستان کې جګړه ده او ښایي په راتلونکې کې هم ځینې ګواښونه موجود وي. خو زه ډاډه یم چې افغان ملي امنیتي ځواکونه به ورسره مقابله وکړي."

د افغانستان د دفاع وزارت بیا په دې نظر دی چې افغان پوځ اوس کولای شي؛ په یوازې توګه له هېواده دفاع وکړي.

د پالیسۍ او ستراتیژۍ په برخه کې د دغه وزارت مرستیال جنرال همایون فوزي په ځانګړي توګه په هلمند کې د ذوالفقار په نامه وروستیو عملیاتو ته اشاره کوي او دا د جګړې په میدان کې د افغان ځواکونو د خود کفایي نښه ګڼي:

"دوه زره او پنځلسم هغه کال دی چې موږ په خپلواکه توګه دفاع وکړه. موږ د افغانستان په بیلابیلو برخو په ځانګړې توګه په وروستیو کې په هلمند کې خپلواکه عملیات پيل کړل چې دا د افغان ځواکونو لپاره یو ستر موفقعیت دی."

په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوه عبدالجبار قهرمان وايي چې که د افغان وسله وال پوځ مدیریت ته پام وشي؛ نو په موجوده امکاناتو سره به هم دغه ځواکونه په خپلو عملیاتو کې بریالی وي:

"مهم اصل یې مدیریت دی. موږ به په کیفي لحاظ هم وسلې ته اړتیا ولرو؛ خو زه له کیفي اړخه تر ډیره پر مدیریت تکیه کوم؛ که مدیریت قوي وي، د ډير واړه امکان څخه ډير استفاده کولای شو. خو که مدیریت ضعیفه وي، که د نړۍ ټولې الوتکې او ټانکونه هم په لاس ورکړې؛ بیا به هم د دوی ټانکونه بیکاره ولاړ وي او دوی به ورڅخه هیڅ استفاده ونه شي کړای."

که څه هم افغان ځواکونو له یوه کال څخه مخکې لا په افغانستان کې د جګړې او پوځي عملیاتو مشري په غاړه درلوده؛ خو کارپوهان وايي، که چیرې دا پوځ د نړیوالو له لورې په درنو وسلو او هوايي تجهیزاتو مجهز نه شي؛ نو ښایې ځینې ننګونې په مخ کې ولري.

XS
SM
MD
LG