د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۱۴

د ننګرهار سرپرست والي له خپلې دندې استعفاه وکړه


د ننګرهار سرپرست والي مولوي عطالله لودین د ۱۳۹۴کال په لومړي ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال له خپلې دندې استعفاه ورکړه.

والي د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې ده له خپلې دندې پرمهال د ورکړل شویو صلاحیتونو څخه په استفادې په ځينو برخو کې د خپل توان په اندازه اصلاحات راوستي؛ خو د کمو صلاحيتونو او د مرکزي چارواکو د مداخلې له امله د یو شمېر مهمو ستونزو پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلی.

عطالله لودین د بیلګې په توګه په تورخم کې د زیاتو وزنونو تله یاده کړه چې په کې په ښکاره فساد موجود و او دې سره سړکونه هم خرابېده.

دی وايي، ده د فساد د له منځه وړو په خاطر یاده تله بنده کړه خو د فواید عامې وزارت له خوا بیرته ورته اجازه ورکړل شوه چې اوس هم په هماغه اندازه فساد روان دی:

"ځکه خلکو پيسې اخیستلې او سړک ورانیدو؛ نو حد اقل هغه پیسې چې شخصي جیبونو ته تللې؛ ما د هغې مخنیوی وکړ، متاسفانه زما د غیابت په دوران کې بیا حکم صادر شو؛ د فواید عامه وزارت د خپلو قوانینو په رڼا کې چې موږ ورته احترام لرو؛ هغه شروع شو، خو زه چې اوس ګورم هماغه پیسې د خلکو جیبونو ته ځي او سړک ورانیږي."

عطالله لودین د هغو نورو مهمو ستونزو یادونه هم وکړه چې په لمنځه وړلو کې د ده پر وړاندې خنډونه موجود وو:

"د قانون د تطبیق په برخه کې موانع او بعضې مواردو کې غصب یقيني خبره ده چې په خپل ولایت کې حکومت کول دا په خپله موانع دي؛ یو سړک په خپل کلی کور کې ولسوال والي یا نور حاکم وي؛ حتماً د دې قانون د تطبیق پر وړاندې ماتونه صورت نیسي او بله مهمه ستونزه خپل سري عمليات چې زما په ولایت کې امنيتي ځواکونو سره نه تنظیميدل او له کابل نه به دیسانت په ډول راتلل او ترسره کیدل او په نتجه کې مظلوم ولسونه په جنګ کې شهیدان کېدل او کورونه يې سوځېدل."

مولوي عطاالله لودین وویل څنګه چې لازم و؛ په هغې ډول دی د یادو ستونزو د لمنځه وړ په برخه کې نه دی بریالی شوی او په همدې خاطر له خپلې دندې استفاد اعلان کړه:

"یوه ورځ زه د دوه زره کسانو په حضور کې په شانداره مراسمو کې دلته معرفي شوم؛ نن د هغو په استاز ولې ستاسې په حضور کې خپل معذرتونه وړاندې کوم او درڅخه رسماً د دې وظیفه څخه رخصت اخلم."

په دې خبري غونډه کې د ننګرهار ولایتي چارواکو، سوداګرو، اصنافو اتحاديه غړو او ديني علماو له عطالله لودین څخه وغوښتل چې پر خپله کړې پریکړه دې غور وکړي او تر هغه چې د ولسمشر احکام نه وي راغلي دی باید په دې ولایت کې د سرپرست په توګه پاتې شي.

راپور: شاه محمود شینواری- ننګرهار

XS
SM
MD
LG