د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

ولسمشر غني د کابل بانک د پورونو د ژر تصفیه کولو کړنلاره لاس لیک کړه


د افغانستان جمهور رییس د کابل بانک د پورونو د ژر تصفیه کولو کړنلاره لاس لیک کړه.

د جمهوری ریاست اعلامیه وايي؛ جمهور رییس محمد اشرف غني دغه کړنلاره چې د پوروړلو د تشویق او هغوی ته د تسهیلاتو د برابرولو لپاره ترتیب شوې؛ پرون لاس لیک کړه.

د افغانستان بانک سرپرست خان افضل هډه وال آزادي راډیو ته وویل دغه کړنلاره د پورونو د ژر تصفیې لپاره وروسته له دې ترتیب شوه چې د سترې محکمې پریکړې ټول پوروړي او پورونه او دغه راز د کابل بانک شتمنۍ مشخصه کړه.

ښاغلی هډه وال زیاتوي چې د سترې محکمې له فیصلې وروسته؛ اوس کومه ورکه، مشکوکه یا لانجمنه دارايي نه ده پاتې او ټول مسایل څرګند دي.

دغه طرزل العمل یا کړنلاره ترلاس لیک وروسته سمدلاسه نافذیږي او پوروړي باید له هغه سره سم خپل پورونه تصفیه کړي.

کابل بانک څلور کاله پخوا د سهم لرونکو د ۹۰۰ میلیونو ډالرو د اختلاس له کبله وپرځید.

سره له دې چې د افغانستان پخواني حکومت هلې ځلې وکړې چې اختلاس شوي مبلغ ترلاسه کړي؛ خو بریالی نه شو. وروسته له دې چې محمد اشرف غني واک ته ورسېد د کابل بانک دوسیه یې بیا راوسپړله.

افغان کارپوهان وايي، د افغانستان د حکومت اوسني زیارونه د اداري فساد مخه نیولای شي.

XS
SM
MD
LG