د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

يوسفزى: د خيبر پښتونخوا حکومت به د افغان سوداګرو ستونزو ته پاملرنه وکړي


په پېښور کې افغان وکيل التجار ډاکټر ميرويس يوسفزى وايي؛ د خيبر پښتونخوا د ايالتي حکومت چارواکيو ورته ډاډ ورکړى چې په دې ايالت کې د مېشتو افغان سوداګرو ستونزې به حل کړي او له افغانستان سره به د دې ايالت سوداګريزې اړيکي لا پراخې کړي.

نوموړى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي، چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان لپاره د افغانستان سفير جانان موسى زي د خيبر پښتونخوا له ايالتي چارواکيو سره په پېښور کې په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ستونزو، د سوداګريزو اړيکيو د پراختيا او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې دواړو خواوو په دغه ليدنه کې په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ستونزو، د پاکستان او افغانستان د سولې جرګې پر بيا جوړولو، افغان ناروغانو ته د اسانتياوو په برابرولو او د خيبر پښتونخوا او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکيو د پراختيا لپاره د يوه مېکانېزم پر جوړولو خبرې وکړې.

په پېښور کې افغان وکيل التجار ډاکټر ميرويس يوسفزى، چې د خيبر پښتونخوا له مشر وزير پرويز خټک او ددې ايالت له نورو چارواکيو سره د افغان سفير د ليدنې پر مهال موجود و، له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دواړو غاړو د ليدنو کتنو د ايجنډا په اړه وويل:

"د مهاجرينو په حقله باندې خبرې وشولې، د تجارت او ټرانزيټ دواړو په حقله هم ښې خبرې وشولې، چې په هغې ځينې مشکلات پاکستاني سوداګرو درلودل او زياترو مشکلات پکې افغان سوداګرو درلودل، چې په هغې باندې پوره بحث وشو او چارواکيو موږ ته وعده راکړله، چې په دغو مشکلاتو به غور کوو او په راتلونکي کې به يې له منځه وړو."

نوموړى د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د مېشتو افغان سوداګرو او همداراز د پاکستان و افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په تړاو ستونزې ډېرې بولي، چې يو څو يې په دې ډول بيانوي:

" اکثره مشکلات زموږه چې دي، زموږه موټرې له پېښوره تر واهګه بارډره پورې نه شي تلاى، چې دا زموږه غټه ستونزه ده، خو برعکس پاکستاني موټرې حيراتان، حيرات او د افغانستان نورو بندرونو ته له کوم ستونزې پرته ځي، خو زموږ ټرانسپورټرانو او سوداګرو ته لا هم په دې اړه ستونزې شته دى.

نور عمده ستونزې خيبر پښتونخوا کې چې کوم دي، هغه په په يوه او بل نامه په غېر قانوني ډول له سوداګرو نه پيسې اخيستل دي، چې له تورخم نه تر رينګ روډه پورې ترې پاټکونه په مختلفو نومونو پيسې اخلي."

که څه هم د تېر ميلادي کال په دسمبر مياشت کې په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر بريد وروسته په پاکستان، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال او سوداګر ددې ايالت د پوليسو او نورو امنيتي ادارو تر سخت فشار لاندې دي، له قانوني اسنادو سره سره په بېلابېلو حيلو بهانو ځورول کېږي، آن زندان ته اچول کېږي،

خو ميرويس يوسفزى وايي، چې ددې ايالت چارواکيو ورسره ژمنه کړې، چې تر دې وروسته به په دې ايالت کې د مېشتو افغان سوداګرو ستونزو ته پاملرنه وکړي او د حل لار به يې ولټوي:

" دوى موږ ته پوره ډاډ راکړى دى او ويلي دي، چې دا ځل به عملي اقدام کوي."

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان لپاره د افغانستان سفير تر هغې وروسته د خيبر پښتونخوا سفر وکړ، چې تېره اوونۍ د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکيو چارو وزير هم د افغان کډوالو د ستونزو په اړه له پاکستانيو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له چارواکيو سره خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته راغلى و، چې تر ستنېدا وروسته يې خپل سفر مهم او له لاسته راوړنو ډک وباله.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG