د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت یو کلن فعالیتونه


د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت وايي، پلان لري چې د وزارت د ستراتیژیک پلان په لومړي پړاوکې په ټول هېواد کې یو لکو پنځوس زره کورونه جوړ شوي.

د دې وزارت سرپرست محمد اکبر احمدي ازادۍ رادیوته وویل، په دې کې پرکورونو سربیره، د هستوګنې بلاکونه هم شامل دي.

ښاغلي احمدي وویل، د هستوګنې دا ځایونه په کابل، هرات، مزار، جلال اباد، کندز او ځینو نورو لویو ښارونو کې پلان او ځیني یې بشپړشوي هم دي.

خو د چاروپوهان او ځیني خلک انتقاد کوي چې دې ودانیو ته پارکینګ، کانالیزاسیون او نورلازم خدمات په پام کې نه دي نیول شوي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:24 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG