د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

د کابل پولیس د یوې ښځې د سوځونې پیښه څیړي


د کابل پولیس وايي، د پنجشنبې د ورځې د هغې پېښې په اړه څیړنې کوي چې په کې ګڼو خلکو یو ښځه ووژله او د هغې مړي ته یې اور واچوه.

پېښه د پنجشنبې په ورځ د کابل د شاه دوشمشیره جومات ته نژدې وشوه. ویل کېږي وژل شوې میرمنې د قران پاک نسخه سوزولې وه.

پولیسو او عیني شاهدانو ویلي، پاریدلو خلکو وروسته له هغې چې یوې ښځې د قران پاک یوه نسخه وسوزوله هغه په وهلو او ډبولو وژلې او د هغې مړي ته یې اور اچولی دی. یوعیني شاهد ازادۍ راډیوته وویل:

″موږ ولیدله چې دې ښځې قران وسوزوه، ډیرخلک د پېښې ځای کې راټول شول او هغوی دا ښځه وسوزوله.″

د کابل د جنايي پولیسو مشرجنرال فرید افضلي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، کله چې پاریدلو خلکو تورنه ښځه په وهلو ډبولو ووژله د هغې مړی یې د کابل سیند ته وغورځوه.

نوموړی وايي، پولیسوهڅه وکړه چې پاریدلې خلک خواره کړي خو ونه توانیدل.

د بشري حقونو د څارنې د سازمان یوه څیړونکې هیتربار چې په اسیا کې د ښځو د حقونو مسالې څاري وايي چې وژل شوې ښځه اوه ویشت کلنه وه او نوم یې فرخنده ښودل شوی دی.

د وژل شوې ښځې کورنۍ ویلي چې نوموړې له څوکلنو راهیسې رواني ناروغه وه.

هغه ویډیويي تصویرونه چې ازادۍ راډیو ترلاسه کړي ښيي چې د قهریدلې خلک یوه ګڼه ګوڼه چې ډیر یې ځوانان دي په پرلپسې توګه یوه ښځه په لغتو وهي.

په داسې حال کې چې ښځه له مځکې د پورته کېدو هڅه کوي، خلک پرې د کاڼو او ماټو ګوډو ګوزارونه کوي.

د وهلو ډبولو دا لړۍ ترهغې دوام کوي څو چې تورنه ښځه له خوځیدو وغورځیږي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د دې خواشینونکې پېښې په اړه د دوی څیړنې روانې دي.

نوموړې ویلي چې د دې برید په تړاو یې څلورمشکوک کسان هم نیولي.

د بشري حقونود څارد ډلې څیړونکې هیتربار رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دوی په دې اړه اندېښنه لري چې ایا د پاریدلو خلکو د مخنیوي لپاره لازمه هڅه شوې کنه.

نوموړې هیله څرګنده کړې چې افغان حکومت به په دې پېښه کې ټول ښکېل کسان ونیسي او په دې اړه به هم څیړنې وکړي چې ایا پولیسو پر وخت عکس العمل ښودلی کنه.

XS
SM
MD
LG