د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۱۲

ملګري ملتونه: پاکستان دې ژر تر ژه د اعدامونو لړۍ ودروي


د ملګرو ملتونو نړېوال سازمان په پاکستان کې د اعدام سزا پر تطبېقيدو يو ځل بيا اندېښنه ښودلې، دا يې له نړېوالو قوانينو سرغړونه بللې اود دې هېواد له حکومته يې غوښتي، چې ژرترژره دې دا لړۍ ودروي.

دغه سازمان همدا راز وايي چې په پاکستان کې د اعدام سزا پر تطبقېدو سربېره هم په دې هېواد کې په ترورېزم او جنايي جرمونو کې کموالى نه دى راغلى، نو د نړېوالو قوانينو له مخې پاکستان پر دې مکلف دى، چې يو ځل بيا پر دې سزا بنديز ولګوي.

د ملګرو ملتونو نړېوال سازمان دا څرګندونې د پنجشبنې په ورځ په يوې خپرې کړې اعلاميه کې کړي دي.

دغه سازمان دا اندېښنه تر هغې وروسته ښودلې، چې د پاکستان حکومت په تېرو درېو ورځو کې لږ تر لږه پېنځه ويشت ٢٥ کسان اعدام کړي او دا لړۍ لا روانه ده.

که څه هم د پاکستان حکومت په ٢٠٠٨م کال کې په پاکستان کې د اعدام پر سزا بنديز لګولى و، خو د تېر ميلادي کال په دسمبر کې په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر خونړي بريد وروسته، چې د زده کوونکيو په ګډون پکې ١٤٤ کسان ووژل شول، د پاکستان صدراعظم پر اعدام لګېدلى بنديز لرې کړ.

بل خوا د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د مرګ له سزا بنديز لرې کول له نړېوالو قوانينو سرغړونه، نه بلکې د خپل اساسي قانون په رڼا کې د خپل ولس د ژوند ژغورل بولي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم د پنجشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې د ولسي او سياسي حقوقو د نړېوال قانون له مخې کومو هېوادونو د مرګ سزا نه ده لغوه کړې، هغوى دا سزا کارولى شي:

"د دې قانون د ٢مې مادې له مخې، کومو هېوادونو چې د مرګ سزا نه ده لغوه کړې، نو کولاى شي چې دا سزا له قانون سره سم د سختو جرمونو لپاره وکاروي. موږ له نړېوالو قوانينو سرغړونه نه کوو، بلکې زموږ اساسي قانون او قانوني نظام د مرګ سزا لري او د نړېوال قانون له تعيين کړى شويو اصولو سره سمه ده."

خو له بلې خوا د ملګرو ملتونو نړېوال سازمان په خپرې کړې اعلاميه کې ويلي، پاکستان دې په دې هېواد کې د اعدام پر سزا بېرته بنديز ولګوي او د ترورېزم د مخنيوي او د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره دې له متبادلېاو ديموکراتيکې لارې کار واخلي.

د ملګرو ملتونو په وينا، په يوويشتمه پېړۍ کې د اعدام هېڅ ګنجايش نشته او په خبره يې، چې ددغه سازمان تر ١٦٠ زياتو غړيو هېوادونو يا خو د مرګ سزا لغوه کړې او يا يې هم پرې بنديز لګولى دى.

په عين حال کې اروپايي اتحاديې هم د چهارشنبې په ورځ له پاکستانيو چارواکيو غوښتي وو، چې د مرګ پر سزا دې بېرته بنديز ولګوي او خپلې نړېوال مسووليتونه دې ترسره کړي.

خو مېرمن اسلم په دې اړه وايي، چې پاکستان اروپايي اتحاديې ته د مرګ د سزا په اړه خپل موقف څرګند کړى او ورته ويلي يې دي، چې پاکستان له نړېوالو قوانينو سرغړونه، نه کوي.

د پاکستان حکومت د تېر ميلادي کال په دسمبر کې په پېښور کې پر ښوونځي تر بريد وروسته د مرګ پر سزا لګېدلى بنديز لغوه کړ، چې له هغې ورځې تر دې دمه يې لږ تر لږه ٤٥ کسان اعدام کړي دي.

د راپورونو له مخې دا مهال د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې شاوخوا ٨٠٠٠ اته زره بنديان د مرګ سزا پر سزا محکوم دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG