د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

"اوباما دې د لومړې نړېوالې جګړې پر مهال د ارمنیانو قتل عام ومني"


د امریکا د کانګرس د استازو د مجلس یو شمېرغړو په یوه پریکړه لیک کې له جمهوررئیس اوباما غوښتلي چې د لومړې نړېوالې جګړې په مهال د عثماني عسکرو له خوا د ارمنانوعام قتل ومني او د انقرې او یریوان د اړیکو په رغولو کې مرسته وکړي.

د استازو د مجلس څلویښتو ډیموکراټو او جمهوري پلوو غړو د ارمنانو د عام قتل د حقیقت او عدالت په نامه پریکړه لیک ملاتړ کړی.

دغه پریکړه لیک له جمهوررئیس بارک اوباما غواړي چې د انقرې له خوا د ارمنانو د عام قتل د حقایقو او دوامدارو نتایجو د بشپړو منلو او د یوه نړېوال هر اړخیز پریکړه لیک په اساس د ترکانو او ارمنانو د روابطو په ټینګښت او پرمختګ کې مرسته وکړي.

ارمنان او ترکان د لومړې نړېوالی جګړې په مهال د ارمنانو د وژل کیدو په هکله سره اختلاف لري او دغې مسئلې د انقرې او یریوان اړیکې له مودو راهیسي کړکیچنې کړي دي.

انقره دا مني چې په لومړې نړېواله جګړه کې ګڼ شمېر ارمنان وژل شوي دي خو د ځینو تاریخ پوهانو او حکومتونو دا خبره نه مني چې وايي، عثماني عسکرو د عام قتل په اقداماتو کې یو نیم میلیون ارمنان وژلي دي.

د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما تر اوسه د ارمنانو وژنه عام قتل نه دی ګڼلی.

د کانګرس د استازو د مجلس ډیموکراټ غړی ادم سخیف Adam Schiff یو د هغو کسانو څخه دی چې اوباما ته یی د لیږل شوي پریکړه لیک ملاتړ کړی. هغه وايي:

(پیشکه چې ارمنان د شلمې پیړۍ په لومړي عام قتل کې قصدا وژل شوي دي.)

دغه رازد رابرت ډولډ په نامه د استازو د مجلس یو بل غړی وايي:
(امریکا باید داسې یو پیغام ورسوي چې واشنګټن هر هېواد چې د بدمعاشي د تکتیکونو تر شاپټ او د بشري حقونو په تیریو کې نغښتی وي نه شي زغملی.)

هغه وايي:

(د ارمنانو د عام قتل څخه انکار د دوامدارې سولې او امنیت بنسټونه تهدیدوي او نورو جنایتونو ته لاره اواروي.)

د امریکا د استازو د مجلس مشرجان بویهنر، John Boehner دا نه دي ویلي چې د دغه پریکړه لیک په هکله رایې اخلي کنه او سپینې ماڼۍ هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د فرانسې او روسیې په شمول د نړۍ شاوخوا شلو هېوادونو دا منلې چې د لومړې نړېوالې جګړې په مهال د ارمنانو عام قتل ترسره شوی.

د امریکا ۴۴ ایالتونه هم د ارمنانو دغه وژنه عامل قتل ګڼي.

د امریکا په کانګرس کې د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې څلورکاله پخوا رایه ورکړه چې واشنګټڼ باید د لومړې نړېوالې جګړې په ترڅ کې د ارمنانو وژل کیدل عام قتل وګڼي. خو سره له دې چې د استازو ټول مجلس په دې هکله رایه ګیري ونه کړه، انقرې د بهرنیو اړیکو د کمیټې اقدام وغنده.

XS
SM
MD
LG