د لاسرسي لېنکونه

خيبرپښتونخوا: په مانسهره کې د پوليو ضد کمپاين دوه واکسيناتورانې وژل شوي


نامعلومو وسله والو د سې شنبې په ورځ ناوخته د خيبرپښتونخوا په مانسهرې ولسوالۍ کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين د کمپاين پرمهال پر واکسيناتورانو بريد کړى، چې په نتيجه کې يې دوه ښځينه واکسيناتورانې او يو پوليس وژل شوي دي.

د مانسهرې د سيمه ييزو پوليسو په وينا، وسله والو د مانسهرې ښار په ٤٠ کيلومترۍ کې په غرنۍ سيمې شيخ اباد ډنه کې پر ښځينه واکسيناتورانو او د هغوى پر امنيت ټاکلي پوليس هغه مهال بريد وکړ، چې دوى په دې سيمه کې ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين ورکول.

د دوى په وينا، په دغو واکسيناتورانو په داسې حال کې بريد شوى، چې د خيبرپښتونخوا ايالتي حکومت په مانسهرې او شاوخوا سيمو کې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو اچولو يو درې ورځنى کمپاين پيل کړی دى.

د مانسهرې يوه ځايي امنيتي چارواکي د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادۍ راډيو ته وويل:

"کله چې د واکسيناتورانو دا ډله ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکولو لپاره د ډنه غرنۍ سيمې ته ورسېده، نو په کمين کې ناستو وسله والو پرې ناتاره ډزې پيل کړې، چې په نتيجه کې يې يوه واکسيناتوره او پوليس ځاى پر ځاى مړه شول او دويمې هغې په روغتون کې ساه ورکړه."

په پاکستان کې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د پوليو ضد واکسين پر واکسيناتورانو د وسله والو په بريدونو کې څرګند ډېروالى راغلى، چې په نتيجه کې تر دې دمه ګڼ شمېر ښځينه او نارينه واکسيناتوران او همدا راز د هغوى پرامنيت ګومارلي امنيتي سرتېري مړه او ټپيان شوي دي.

تردې مخکې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په قبايلي سيمو او همدا راز د خيبرپښتونخوا په نورو ښاري سيمو کې دا ډول پېښې ډېرې ليدل شوي، خو په مانسهره کې پر وکسيناتورانو د وسله والو دا لومړى بريد دى.

پاکستان د نړۍ په هغو درېيو هېوادونو کې دى، چېرته چې اوس هم د پوليو ميکروب موجود دي، چې له امله يې هرکال ډېرى ماشومانو پر دغه موزي ناروغۍ اخته کېږي.

د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، په روان ٢٠١٥ م کال کې تر دې دمه په دې هېواد کې د پوليو ٢٠ نوې پېښې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېر ٢٠١٤م کال کې هم په دې هېواد کې د پوليو ټولټال ٣٠٦ پېښې ثبت شوې وې، چې له دغې ډلې ٦٨ په خيبر پښتونخوا او د ١٧٩ په بېلابېلو قبايلي سيمو کې رامنځتهشوې وې.

د يادونې وړ ده، چې د روغتيا نړېوال سازمان يا WHO د پوليو ميکروب د خورېدا له ويرې پر پاکستانيانو ځينې سفري بنديزونه هم لګولي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG