د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

افغان حکومت باید د سولې لپاره مشخصه اجنډا ولري


 سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني
سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني

د سیاسي چارو یوشمېر افغان کارپوهان وايي؛ د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې خبرو ته هیلې زیاتې شوي او حکومت باید د سولې لپاره مهمه اجنډا ولري.

په داسې حال کې چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته له پخوا هیلې زیاتې شوي؛ افغان څیړونکي وايي، د سولې د خبرو لپاره ځای نه بلکې اجنډا مهمه ده.

د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل؛ افغان حکومت باید په نظام کې پخلا کېدونکو طالبانو ته د ګډون او په مدني حرکتونو کې د دوی پر ونډې فکر وکړي:

"دا مساله باید نتیجه ورکړي او مشخصه اجنډا موجوده وي چې د دې مذاکراتو نتیجه به څه وي؛ طالبان چې په آینده کې مدني ژوند ته راځي؛ د دوی آینده مصونیت او په سیاسي نظام کې یې ونډه او د هغوی برنامه څه شي دي."

هغه زیاته کړه، حکومت باید په دې هم فکر وکړي؛ هغه طالبان چې د سولې له پروسې سره یوځای کیږي؛ راتلونکی سرنوشت به یې څه وي او له کومو لارو دوی عادي ژوند ته راکرځېدلی شي؟

که څه هم لاتراوسه د سولې د بهیر د پیل لپاره دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې؛ خو په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ډېر ژر به د حکومت له وسله والومخالفانو سره د سولې مستقیمې خبرې پیل شي.

د سیاسي چارو افغان کارپوهان که څه هم د سولې لپاره ځای مهم نه بولي؛ خو وايي چې اسلام اباد او کابل د سولې د خبرو لپاره مناسب ځایونه دي.

دوی وايي، هغه طالبان چې د اسلام اباد په مستقیم اشاره د سولې خبرو ته غاړه ږدي؛ نو اسلام اباد دوی لپاره لنډ، بې لګښته، اسانه او د مشورې ورکوونې ښه ځای بلل کیږي.

بل خوا د سیاسي چارو بل افغان کارپوه سید جواد حسیني افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې د سولې په پروسه کې له پوره دقت څخه کار واخلي.

دی هم وايي، حکومت باید د سولې په خبرو کې له یوې قوي او هراړخیزې اجنډا سره ګډون وکړي:

"زما په نظر د خبرو ځای مهم نه دی؛ بلکې د خبرو نتایج مهم دي؛ خو بیا هم که خپله په کابل کې وشي؛ زما برداشت داسې دی چې دا به ښه وي؛ که په کابل کې نه وي، عربستان هم د سولې د خبرو لپاره مناسب ځای دی."

د کارپوهانو په باور، اوس مهال تر بل هر وخت د سولې خبرو ته ښه زمینه برابره شوې ده؛ خو یو شمېر مدني بنسټونه او د افغانستان ولسي جرګه پر دې ټینګار کوي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په برخه کې هر ډول پر مختګ باید له خلکو سره شریک شي.

د چارو کارپوهان همدا راز سپارښتنه کوي؛ د سولې خبرې باید داسې وي چې په کې د تېرو دیارلسو کلونو لاسته راوړنې تر پښو لاندې نه شي او په کې د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونیول شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG