د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

قزاقستان: رسنۍ بايد د اسلامي دولت سخت دريځه ډله اسلامپاله ډله ونه بولي


دا څرګنده نه ده چې څومره قزاق وګړي له اسلامي دولت سخت دريځې ډلې سره يو ځای په سوریه او عراق کې په جګړه بوخت دي. خو د قزاقستان د ملي امنيت کميټې ويلي چې شا او خوا ۳۰۰ قزاق وګړي له اسلامي دولت سره يو ځای شوي او په جګړه بوخت دي.

په همدې حال کې د قزاقستان یوه چارواکي ويلي چې رسنۍ بايد اسلامي دولت سخت دريځه ډله اسلامپاله ډله ونه بولي.

د قزاقستان د ملي امنيت د کمیټې په وينا؛ د دغه هیواد ۳۰۰ وګړي چې په کې ۱۵۰ ښځي دي؛ د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې سره يو ځای په جګړه بوخت دي.

خو دا شمېره د هغې ويډیو پر بنسټ یاديږي چې د ۲۰۱۳م کال د نومبر په مياشت کې پر انټرنټ خپره شوه. په دې ويډیو کې د ۱۵۰ قزاق وسله والو یوه ډله ښکاره شوي چې وايي؛ له خپلو مېرمنو او کوچنيانو سره سوريې ته تللي دي.

د دې ويډيو له خپرېدو سره قزاق چارواکو په رسنيو کې د اسلامي دولت ډلې او نورو سخت دريځو ډلو سره د قزاق وګړو د کارکوونکو په اړه د راپورونو پر ضد مبارزه پيل کړې ده.

د آزادۍ راډيو د قزاق څانګې د راپور له مخې، د دغه هيواد حکومت د دې راډيو پر ويب پاڼه له هغه وروسته بنديز ولګاوه چې يوه ويډيو يې خپره کړه چې په کې قزاق وګړي نورو ته بلنه ورکوي چې له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای شي.

د قزاقستان د کلتور وزارت د مذهبي چارو کميټې رييس ګالم شوکين ويلي؛ رسنۍ غلطې دي چې اسلامي دولت سخت دريځه ډله اسلامپاله ډله بولي:

"که يوه مجرمه ډله خپل ځان اسلامي دولت بولي او له اسلام سره هيڅ تړاو نه لري؛ ايا موږ بايد په رسنيو کې هغه اسلامپاله وبولو او د اسلامي دولت تصور ناسم وړاندې کړو. زه فکر نه کوم چې دا کار بايد وشي."

د نړيوالو کړکېچونو اداره وايي؛ کېدای شي په سوريه کې تر ۳۰۰ زيات قزاق وګړي په جګړه بوخت وي. د راپور له مخې، د منځنۍ اسيا هيوادونو لکه قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه له ۲۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې کسان د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو ته د جګړې او يا د دې ډلې د ملاتړ لپاره تللي دي.

د اسلامي دولت ډلې په دې ډله کې د قزاق جنګياليو د حضور په اړه ويلي دي چې دې کار يې په قزاقستان کې د چارواکو غصه راپارولې ده.

قزاقستان د ۲۰۱۳م کال پر هغه ويډيو بنديز ولګاوه او دا ويډیو يې غير قانوني وبلله چې په کې يو شمېر قزاق سړي او کوچنیان د پوځي او عقيدوي روزنې پر مهال ښکاره شوي دي.

د قزاقستان د مذهبي چارو کميټې رييس امريکايي او اروپايي رسنۍ وستايلې چې اسلامي دولت سخت دريځې ډلې ته د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې په نامه وايي.

ده زیاته کړه چې دا په دې مانا دی چې رسنۍ پوهيږي چې دغه ډله د مذهب په پلمه خپل کارونه تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG