د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو یو ځل بیا د سولې د بهیر په اړه د افغان چارواکو پر څرګندونو او د ولسي جرګې د انتخاباتو پر احتمالي ځنډیدو لیکنې او تبصرې کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې، چې په کوم صورت کې د سولې امکان شته؟
ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، چې د سولې په اړه خبري له شف شف نه شفتالو ته راوځي او ډیر ژر به د دواړو اړخونو ترمنځ نیغ په نیغه خبرې پیل شي.
د مقالې لیکوال ویلي، که حکومت او طالبان دغه خبرې ددې لپاره پیل کړي، چې د وخت غوښتنه ده او جګړه باید ختمه شي نو ګټه یې ډیره ده، خو که دا خبرې د امریکا او پاکستان ابتکار وي، د پریکنده بري چانس کم دی.
همدې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال خلیل کرزي په حواله لیکلي، چې په نږدې ورځو کې به د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.
محور:
محور خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې په اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې له وسله والو مخالفینو سره د خبرو لپاره ځای ټاکل شوی دی.
ورځپاڼې په دې مطلب کې د حکمت خلیل کرزي پرونۍ خبرې را اخیستي، چې ویلې یې دي، د خبرو لپاره ځای ټاکل شوی خو اوس حکومت د مرکچیانو په غوره کولو بوخت دی.
په دې مطلب کې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په حواله لیکل شوي، چې ویلې یې دي، د سولې په بهیر کې بریالیتوبونه شته.
هېواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د اصلاح په اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې د انتخاباتو د اصلاح کمیسیون به ډیر ژر د ولسمشر په فرمان سره خپل کار پيل کړي.
هیواد په دې مطلب کې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په حواله لیکلي، چې د انتخاباتو د اصلاح کمیسیون به په ډیر لنډ ممکن وخت کې جوړ شي.
د مطلب لیکوال ویلي، چې د اصلاحاتو کمیسیون به په دریو پړاوونو لنډمهال، منځ مهال او اوږد مهال کې د اصلاحاتو بهیر وڅیړي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې که د ولسي جرګې انتخابات وځنډیږي نو د وکیلانو کار به غیر قانوني وي.
ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، چې بهرنیان غواړي، د ولسي جرګې انتخابات د ۲۰۱۶ م کاله پورې وځنډوي.