د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۸

یوشمېر جهادي مشران پرنوي حکومت انتقادونه کوي


نړېوالو ورځپاڼو پر نوي افغان حکومت د یوشمېر جهادي قومندانانو د نیوکو او ولسمشر کرزي ته د امریکا د استخباراتي ادارې له خوا د پیسو د ورکړې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه مطلب کې د یوشمېر پخوانیو جهادي مشرانو د وروستیو انتقادونو مساله څېړلې او لیکي؛ یوه پخواني جهادي مشر چې پر ولسمشراشرف غني د یوه سخت انتقاد کوږنکي په توګه د راڅرګندیدو په حال کې دی؛ په زرګونو کسان په هرات کې په یوه لاریون کې راټول کړي وو.

د ورځپاڼې په وینا، د مجاهدینو د پخواني قومندان اسمعیل خان په څېر یوشمېر جهادي مشرانو په دې وروستیو کې پر ولسمشراشرف غني چې په تیره ډسمبر میاشت کې یې واک ترلاسه کړی او هڅه کوي چې د هېواد جګړه ځپلی اقتصاد ورغوي؛ انتقادونو ته زور ورکړی دی.

اسمعیل خان چې د کرزي په کابینه کې یې د اوبو او بریښنا د وزیر په توګه دنده ترسره کړې؛ په هرات کې په مرمري ډبرو پوښل شوې ماڼۍ کې په یوه مرکه کې وویل چې شپږ میاشتې تیرې شوي او حکومت هیڅ لاس ته راوړنې نه لري.

د هغه په وینا، موږ تمه درلوده چې امنیتي وضعیت به ښه شي او د بې کارۍ ستونزې ته به د حل لارې وموندل شي؛ خو دا کارونه ونشول.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه وړاندې لیکي؛ له کلونو وروسته چې مجاهدینو د افغانستان په سیاسي ډګر خپل نفو‌‌‌ذ ټینګ کړی و؛ جهادي مشرانو اسمعیل خان او عبدالرب رسول سیاف وویل؛ دوی دا احساس کړی چې حکومت څنډې ته کړي دي او غني تورنوي چې یوشمېر پخواني کمونستان یې په کابینه کې راټول کړي دي.

اسمعیل خان وایي، کله چې کابینه اعلان شوه، ولیدل شول چې د مجاهدینو ونډه په کې ډیره لږه ده.

سیاف بیا په هرات کې د خلکو ګڼه ګوڼې ته وویل چې هیڅوک نه شي کولای مجاهدین له صحنې لیرې کړي.

د والسټریټ ژورنال په وینا، سیاف د تیرکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ځان کاندید کړی و او اسمعیل خان یې هم خپل مرستیال غوره کړی و چې یواځې اوه فیصده رایې یې ګټلې وې.

ډیلې ټیلګراف:

بریتانوۍ ډیلې ټیلګراف ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي؛ د امریکا له مالي مرستو څخه افغان چارواکو د یوه لوړ رتبه ډیپلومات د خلاصون لپاره کار اخیستی چې القاعده برمته کړی و.

د ورځپاڼې په وینا دغه افشاګري چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې CIAله نغدو پیسو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د دې هدف لپاره کار اخیستی، دا د امریکا لپاره د شرم خبره ده.

ډېلي ټیلیګراف لیکي، واشنګټن په دې اړه چې د تروریستي ډلو له خوا د برمته شویو امریکایانو د خلاصون لپاره باید پیسې ورنه کړل شي؛ سخته پالیسي عملي کړې چې دې کار د هغو امریکایي اتباعو کورنۍ ناراضه کړي چې خپل عزیزان یې د برمته نیونکو له خوا وژل شوي دي.

وروستۍ دا ډول پیښې هم په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خوا ترسره شوې دي.

خو د ورځپاڼې په وینا د هغو اسنادو او شواهدو له مخې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې افشا کړې؛ ښیي چې په هغو پنځو میلیون ډالرو کې یو میلون ډ‌الر یې د امریکا د "سي ای اې" پیسې وې چې کابل د ۲۰۱۰ کال په پسرلي کې په پاکستان کې د القاعده له خوا د برمته شوي لوړرتبه افغان ډیپلومات د خلاصون لپاره ورکړې وې.

ډیلي ټیلیګراف:

ډیلي ټیلیګراف وړاندې لیکي، "سي ای اې" ښاغلي کرزي ته د خپلې واکمنۍ ترپای ته رسیدو پورې په لسګونو میلیونه ډالره نغد ورکړي وو چې مخکې دغه معامله رسوا شوې وه.

د ورځپاڼې په وینا، له نغدو پسو ډکو کڅوړو څخه چې جمهوري ریاست ته ورکړل شوې هدف دا و چې له کرزي سره امریکا خپل نفوذ هم وساتي او هغه وتوانیږي چې له دغو پیسو څخه جګړه مارانو ته د نغدو پیسو له ورکولو نیولې تر په پټو ډیپلوماټیکو ماموریتونو کې کارواخلي.

XS
SM
MD
LG