د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

د امریکا کانګرس ته د اوباما خبرداری


د اوباما ادارې پرون یوځل بیا کانګرس ته خبرداری ورکړ چې له ایران سره د دې هېواد د اټومي پروګرام په اړه د خبرو په بهیر کې له لاسوهنې دې ډډه وکړي.

د سپینې ماڼۍ د دفتر رییس دینیس مک ډونَف Denis McDonough د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر باب کارکر Bob Corker ته په یوه استولي لیک کې په ډاګه کړې د یوشمېر سناتورانو له خوا جوړه شوې لایحه به د ایران د اټومي پروګرام په اړه له تهران سره د روانو خبرو پر بهیر ناوړه اغېز وکړي.

په لیک کې مک ډونف ویلي چې د سناتور کارکر طرح به له ایران سره په خبرواترو کې کانګرس ته د یوې ونډې له غوښتنو هاخوا هم ناوړه اغېز وکړي. د مک ډونف په وینا که د هرې معاملې لپاره په کانګرس کې رایې واخیستل شي، نو حتی ښايي د هرراز معاملې د کامیابۍ مخه ونیول شي. ده هرډول لایحه چې له موافقې سره سم پر ایران د بندیزونو په لګولو کې د ولسمشر بارک اوباما صلاحیتونه محدودوي، ناسمه وبلله.

جمهوري غوښتونکي سناتوران او سپینه ماڼۍ د ولسمشر د صلاحیتونو پرسر په داسې حال کې سره وران شوي، چې د امریکا او ایران د بهرنیو چارو وزیران د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې بیا پيلوي.

ټاکل شوې چې جان کېري او محمدجواد ظریف نن ماښام د سویس په لوزان Lausanne ښار کې په خپله کتنه کې د ایران د اټومي پروګرام پرسر د پاتې اختلافونو د له مینځه وړلو هڅه وکړي.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه موافقې ته د روانې مارچ میاشتې تر پایه مهلت ټاکل شوی دی او متحدوایالاتو ګواښ کړی چې که دا خبرې نتیجه ورنکړي نو د خبرو له جریانه به ووځي.

جان کېري د خبرو له پیل مخکې وویل، د ایران د اټومي ټکنالوژۍ د محدودولو د لاروچارو په اړه په خبرو کې تراوسه پرمختګ شوی خو پلان شوې موافقې ته رسېدو لپاره سخته پرېکړه لا پاتې ده.

کېري امریکا له سي بي اس ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل دی هیله من دی چې په راتلونکو څو ورځو کې به یوه موافقه وشي.

کېري چې په قاهره کې خبرې کولې زیاته کړه، دی نه پوهېږي چې د څه باندې څلوېښتو جمهوري غوښتونکو سناتورانو له خوا ایراني چارواکو ته استول شوی لیک به د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو پر بهیر ناوړه اغېز وکړي کنه خو څرګنده یې کړه چې دا کار بې له شکه په خبرو کې لاسوهنه شمېرل کېږي.

د مک ډونف په لیک کې یوازې دا غوښتنه شوې چې کانګرس دې د کومې لایحې په اړه له اقدام مخکې له ایران سره د خبرو اترو پای ته انتظار وکړي. مک ډونف د ولسمشر اوباما هغه ګواښ بیا تکرار کړی چې وايي که کانګرس د کارکر طرح تصویب هم کړي نو دی به یې ویټو کړي.

XS
SM
MD
LG