د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

جان کري له خپل ایراني سیال سره په سویس کې وکتل


د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کري له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره په لاوسېرن کې ولیدل. دا کتنه د ايران د اټومي پروګرام په اړه د چوکاټ جوړولو د موافقې لپاره د مارچ تر پايه د ټاکل شوي ضرب الاجل مخکې شوې ده.

ټاکل شوې ده اخري موافقه به د جون په دېرشمه وشي.

د کري تر خبرو مخکې د امريکا او ايران لوړپوړو ډیپلوماټانو او تخنيکي متخصصينو پرون سره وکتل.

ظريف به روانه اوونۍ د امريکايي او نړۍ د شپږو قدرتونو د چارواکو سره وويني. ايران د خپل اټومي پروګرام په اړه د برتانيې، جرمني، فرانسې، چين او روسيې سره هم خبري کوي.

کري پرون په مصر کې وويل چې تر ټولو غوره ستونزې چې د موافقې مخنيوی کوي؛ تخنيکي نه دي بلکه سياسي دي.

په مصر کې له CBS سره د نننۍ خبرو مخکې په یوه مرکه کې کري وويل:

"موږ په دې باور يو چې په اپرېل يا مې يا جون کې به دومره تغیر رانه شي چې هغه پرېکړه چې تاسې نن کولی شئ؛ هغه به هغه وخت وکړئ. که د ايران اټومي پروګرام د سوله ییزو مقاصدو لپاره دی؛ نو راځئ چې دا موافقه وکړو.

زه هيله لرم چې په راتلونکو څو ورځو کې به دا کار امکان ولري."

خو ده زياته کړه چې مهم واټن پاته دی او ايران بايد مهم انتخابونه وکړي تر څو مخکې ولاړ شي.

د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزیر عباس عراقچي هم د ايران د محصلينو خبري اژانس ISNA ته ويلي چې مهم واټن اوس هم شته خو موږ هيله لرو چې مهم اختلافات به کم کړو.

په تخنيکي مسايلو کې چې تر موافقه مخکې بايد ورباندې خبرې وشي؛ دا کتل کيږي چې ايران کولی شي؛ څومره يورانيم غني کوونکي سنټرفيوزونه ولري؛ د سنټريفيوزونو ډولونه او د پلان شوي اوبو په درنه بټۍ کې تهران د څومره پلوټونيم جوړولو اجازه لري.

چارواکي چې په دې خبرو کې برخه اخلي؛ وايي، له هغه وروسته چې په مذاکراتو کې برخه اخيستونکو هېوادونو د ايران پر ضد ملګرو ملتونو بنديزونه ځنډولو پرېکړه ومنله؛ لويديځ هيوادونه له ايرانه غواړي چې تر ځينو امتيازاتو تير شي.

رويټرز خبري اژانس تېره اوونۍ راپور ورکړی چې د نړۍ شپږو سترو قدرتونو خبري پيل کړي چې له ايران سره ممکنه موافقه بايد د ملګرو ملتونو له خوا تاييد شي او پر ايران لګول شوي بنديزونه ايسته کړل شي.

XS
SM
MD
LG