د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د افغانستان په اړه بېلابېل نظرونه


نړېوالو رسنیو رسنیو په افغانستان کې د جګړې، پرمختګونو او هیلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ډېلي بیسټ:

ډېلي بیسټ خپرونې د افغانستان په اړه د جوړ شوي يوه مستند فلم، "چوکاټ په چوکاټ" په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله وايي، له تيرې لسيزې راهيسې د افغانستان په اړه خبرونه زيات وو؛ ځکه چې د ۲۰۰۱م کال راهيسې د افغانستان نوم د امريکا له اړوندو خبرونو سره تړلی و.

مقاله وايي چې موږ هره ورځ د افغانستان په اړه بد خبرونه لکه چاودنې؛ برمته کېدل او داسې نور اورو. د داسې منفي خبرونو له کبله زموږ په ذهنونو کې د افغانستان په اړه يو نامکمل انځور جوړ شوی دی.

مقاله له لوستونکي څخه پوښتنه کوي چې موږ د افغانستان په هکله څه معلومات لرو او څومره پوهيږو؟ د مقالې ليکوال وايي چې دی او د فلم جوړونکې ملګرې يې د افغانستان په اړه له معلوماتو څخه نه وو ډاډه؛ نو دوی غوښتل چې د افغانستان په اړه د تصوراتو يوه قیصه ومومي.

د مقالې ليکوال وايي، هر هغه څه چې دوی په افغانستان کې وموندل او وليدل، دوی يې حيران کړل او له افغانستان سره يې مينه پيدا کړه.

مقاله وايي، که څه هم هلته ښځې چادري اغوندي؛ خاورې دي او جګړه ده، خو بيا هم په افغانانو کې مېلمه پالنه شته او په تېره د پلازمينې کابل په نوي نسل کې د پرمختګ او پوهنې لپاره تنده شته.

ودصم:

د افغانستان د سوداګريزو خبرونو خپرونې "ودصم" له افغانستان سره د جاپان د مالي مرستې په اړه ليکلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې جاپان د افغان حکومت هغې غوښتنې ته فوري ځواب ويلی چې وايي؛ مالي مرستو ته اړتيا لري.

مقاله وايي، جاپان چې د افغانستان له لويو مالي مرستندويه هېوادونو څخه يو دی؛ د افغانستان د بيا رغونې د وجهي صندوق له لارې له دې هيواد سره د ۵۰ میليونه ډالرو مرسته کوي؛ تر څو افغانستان وکولی شي؛ د حکومتي کارکوونکو معاشونه ورکړي. په دې کارکوونکو کې ښوونکي او د روغتيايي موسسو کارکوونکي هم شامل دي.

مقاله وايي چې د جاپان د حکومت له خوا به د مرستې جلا لس میليونه ډالر د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ته د کرنې او څارویو په پروژو کې د مرستې لپاره ورکړل شي.

د مقالې په وينا، جاپان په افغانستان کې د بيارغونې د ګڼ شمېر پروژو ملاتړ کړی دی چې د امنيت، اقتصاد، ټولنيز او ښاري پراختيا په چارو کې مرستې په کې شاملې دي.

هندو:

د هندوستان چاپ د هندو خپرونه لیکي چې د افغانستان د دفاع وزارت د يکشنبې په ورځ ويلي چې افغان امنيتي ځواکونو د سخت دريځو پر وړاندې په عملياتو کې ۵۴ وسله وال طالبان وژلي دي.

مقاله زياتوي چې د روانو عملیاتو په ترڅ کې په هلمند ولايت کې پنځه سخت دريځي وژل شوي او شپږ ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG