د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۰۰

سعودي عربستان ته د ولسمشر وروستی سفر څه ځانګړتیاوې لري؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو مطالبو ترڅنګ سعودي عربستان ته د ولسمشر اشرف غني پر سفر او د کابینې د پاته غړو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې سعودي عربستان ته د ولسمشر وروستی سفر څه ځانګړتیاوې لري؟

په مقاله کې راغلي، چې د ولسمشر دویم ځل سفر سعودي عربستان ته د لومړي سفر په پرتله توپیر لري او هغه دا چې دا سفر د سعودي د پاچا ملک سلمان په بلنه شوی دی.

لیکوال ویلي چې د سعودي د چارواکو له خوا ولسمشر ته بلنه په دې معنی ده چې د سولې د خبرو لپاره مهم څه شته.

په مقاله کې دغه راز راغلي چې حکومت باید د سولې پرمختګونه له عامو خلکو سره شریک کړي؛ څو خلک د سولې ملاتړ وکړي او اندیښنې یې لرې شي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې سعودي ته د ولسمشر سفر یوازې د سولې لپاره نه دی.

د ورځپاڼې په باور؛ سعودي له دې وړاندې د پاکستان او ترکېې چارواکي هم وربللي وو او دا د دې ښکارندويي کوي چې سعودي به د سیمې د هغې ستونزې په اړه هم خبرې وکړي چې ټول اسلامي هیوادونه یې په اړه اندیښنه لري.

په مقاله کې راغلي چې داعش، القاعده او بوکو حرام دا مهال د ولسونو پر سر میچن ګرځوي او اسلامي هیوادونه یې باید د مخنیوي لپاره اوس اقدامات وکړي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې بیا د کابینې په اړه یوه مطلب کې د ولسي جرګې د غړو هغه خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي؛ اشرف غني او عبدالله باید امریکا ته له سفره مخکې د کابینې پاته غړي ور معرفي کړي.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي په حواله لیکلي چې د کابینې د پاته غړو په معرفۍ کې ځنډ غیرمنصفانه او د اندیښنې وړ خبره ده.

په مطلب کې د ښاغلي ابراهیمي له قوله دا هم راغلي چې ولسمشر او اجرایي رییس باید د کابینې د پاته غړو د معرفي په اړه وخت ضایع نه کړي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې هم په دې اړه یوه مطلب کې د ولسي جرګې د غړو هغه خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي؛ که ولسمشر د امریکا له سفره مخکې د کابینې پاته غړي ورمعرفي نه کړي؛ په حکومت به د خلکو اعتبار کم شي.

په مطلب کې راغلي چې سرپرستان دوه میاشتې د کارکولو حق لري؛ خو اوس د حکومت شپږ میاشتې تېریږي او لا هم د کابینې غړي نه دي ټاکل شوي.

XS
SM
MD
LG