د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

ګارډین: هغه درس چې د افغانستان له جنګه واخیستل شو باید هیر نه شي


زیاتو غربي ورځپاڼو د هغو بریتانوي عسکرو د درناوي لپاره پر مراسمو تبصرې کړې چې په تیرو دیارلس کلونو کې په افغانستان کې وژل شوي دي.

په دې جګړه کې ۴۵۳ بریتانوي عسکر وژل شوي چې د درناوي مراسم یې د جمعې په ورځ په کابل او لندن کې وشول.

ګارډین:

د لندن چاپ ګارډین په دې اړه په تبصره کې لیکلي: د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو بریتانوي ځواکونو شمیر په تیره نیمه پيړۍ کې ساری نه لري.

د ګارډین په لیکنه، سره له دې چې د افغانستان جګړې ډیرې لوړې-ژورې درلودې؛ زیاتې پيسې په کې مصرف شوې؛ ډير خلک یې قرباني شول، ګڼې پوځي او سیاسي تیروتنې په کې وشوې؛ بلاخره تېرکال د غربیانو په خوښه پای ته ورسیده.

د ګارډين په لیکنه، جګړه ختمه شوه، خو افغانستان تقریباً په داسې کمزوري حالت کې پاتې شو؛ لکه د طالبانو تر حاکمیت لاندې وخت کې چې و.

ګارډین په مقایسوي ډول لیکي، د بریتانیې لپاره، د یوه ولس په توګه، د افغانستان ماموریت هغومره حساس او ټاکونکی نه وو لکه د عراق او فاکلند جګړې؛ خو د ورځپاڼې په وینا، په هرصورت کې باید هغه درس چې د افغانستان له جنګه واخیستل شو او هغه زخم چې دې جګړې را پریښود؛ هیر نه شي.

د ګارډین مقاله په دې ختمه شوې چې "د افغانستان جګړه پای ته ضرور رسیدلې؛ خو باید هیره نه شي.

دي نېشن:

د کرکټ په نړیوال جام کې د انګلستان له عذابه ډګ ګډون له افغانستان سره په هوسا مقابله پای ته ورسید.

د پاکستان چاپ ورځپاڼې [The Nation]، د دې سرلیک په دوام په سډني کې د انګلستان او افغانستان د کرکټ د ټیمونو ترمنځ وروستۍ مسابقې ته چې دواړه يې له دې سیالیو وایستل؛ کتنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د افغان لوبغاړو رنګ د پچې له بایللو سره والوت او د انګلستان د ټیم د بري هیلې یې زیاتې کړې؛ خو که یې دا لوبه په لسو ویکټونو ګټلې وای؛ انګلستان ته به یې ډير خوند ورکړی وای.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې په یوه بله مقاله کې د "لومپي او ایدي" په نوم د هغو دوو سپو کیسه کړې چې یوه بریتانوي عسکر له افغانستانه له ځان سره لندن ته وړي دي.

د دوی کوربه ویلي:

"لومپي او ایدي که څه هم اوس د لندن هوا تنفس کوي؛ خو پر هر څه شکمن دي. دوی هوسا ژوند لري، خو په سترګو کې يې لوږه او اضطراب موجود دی."

د دوی د کوربه په وینا، لومپي او ایدي د کابل ښار له هغو سل ګونو کوڅه ډبو سپو دي چې په د کثافاتو پر یوه امبار پراته وو.

د لندن دا اوسیدونکی وایي، ایدي د اختر په ورځ زما یوه ملګري موندلی و؛ نو کله چې يې ماته راکړ؛ دا نوم ورته مناسب و.

د ګارډین د دې مقالې لیکوال په افغانستان کې د سپو پر خراب حالت ډيرې خبرې کړي او په یوه ځای کې یې لیکلي چې په افغانستان کې دا عادي خبره ده چې خلک سپي په ډبرو ولي.

سپي وږي، تږي په کوڅو کې پراته وي.

حتی سګ جنګي چې حرام کار دی؛ هرځای لیدل کیږي.

دی لیکي، لومپي او ایدي اوس د جنوبي لندن په شنو باغچو کې ارام ژوند لري؛ خو له هر لوړ ږغ څخه سخت وحشت کوي.

دغه پخواني پوځي ویلي:

"کله چې زما ملګري لومپي او ایدي راکړل؛ نو راته ویې ویل چې دوی دا فرق نه شي کولای چې څوک حمله پرې کوي او څوک ورڅخه ویریږي. یعنې هرڅومره زه له دوی ویریږم، دوی هغومره ډير غریږي."

ګارډین د دې پوځي له خولې لیکي:

"دا ما ته د افغانستان د ګډوډ حالت یو فکر راکوي؛ د ویرې او تشدد هغه مخلوط چې هیڅ نتیجې ته یې ونه رسولو."

XS
SM
MD
LG