د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۲۷

چارواکي: ښايي امریکا خپل ډیری سرتیري په افغانستان کې پریږدي


چارواکې وايي، ټاکل شوې ده امريکا به خپل زيات پوځيان په افغانستان کې پريږدي.

په داسې حال کې چې د امريکا د ولسمشرسياسي مخالفينو جمهوري غوښتونکو په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو د شمېرې پرکمولو اندېښنه څرګنده کړې وه او د دې هېواد نظامي مشرانو هم د اوباما له ادارې غوښتلي وو چې په افغانستان کې بايد زيات پوځيان پريږدي، اوس به له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو اصلي پلان فسخه شي.

امريکايي چارواکي وايي، د اوباما اداره په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د شمېرکمولو پلان فسخه کوي. ټاکل شوې وه چې د روان کال ترپایه به امريکا په افغانستان کې خپل۵،۵۰۰ پوځيان پريږدي.

خو د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس د راپورله مخې، د امريکايي چارواکوپه وينا، د اوباما ادارې د هغو پوځي مشرانو خبره منلې ده چې غواړي په افغانستان کې د ۲۰۱۶م کال د جګړې تر فصل پورې، زيات پوځيان پريږدي.

تراوسه په دې اړه کومه اخري پرېکړه نه ده شوې چې په افغانستان کې به څومره امريکایي سرتيري پاته شي.

چارواکې وايي، د امريکا ولسمشرباراک اوباما کېدای شي د افغان ولسمشراشرف غني سره په واشنګټن کې روانه مياشت د ليدو پرمهال له افغانستانه د امريکايي سرتیرو د وتلو وروستي مهالوېش اعلان کړي.

چارواکې وايي، د اوباما اداره په پام کې لري چې له افغانستانه د امريکايي سرتيرو د وتلو پروسه ورو کړي او کېدای شي تر ۹۸۰۰ پورې امريکايي پوځيانو ته اجازه وکړي چې تر راتلونکې کاله په افغانستان کې پاته شي.

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس په وينا، په وروستيو اوونيو کې، د دفاع د وزير ايشټون کارټر په ګډون د امريکا د دفاع وزارت مشرانوله افغانستانه د امريکايي سرتيرو د ايستلو د پروسې ورو کول تاييد کړي دي.

د جمهوري غوښتونکې سناتورجان مککېن په ګډون چې د نظامي خدماتو د کميټې رييس هم دی، د کانګريس غړيو په روان کال کې له افغانستانه د امریکايي سرتيرو د ايستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د هغه اصلي پلان له مخې چې ولسمشراوباما تېرکال اعلان کړی وو، د ۲۰۱۵م کال تر پايه به د امريکايي سرتيرو شمېر تر ۵،۵۰۰ پورې او د ۲۰۱۶م کال ترپايه به يوازې د امريکا د سفارت تر بريده امريکايان په کابل کې پاته شوی وای.

په نړۍ کې د امريکايي سفارتونو لپاره د دې هېواد امنيتي ماموريتونه فرق کوي خو کېدای شي په ټوله کې د سرتيرو شمېر تر زرکسه پورې وي.

د سپيني ماڼۍ د اعلاميې له مخې، د امريکا ولسمشربه د مارچ په ۲۴مه د افغان ولسمشراشرف غني، د اجراييه رييس عبدالله عبدالله او د ملي وحدت د حکومت د مهمو غړيو کوربه وي.

په دې اعلاميه کې راغلي چې دواړه ولسمشران به د امنيتي مسايلو، د اقتصادي ودې او د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې سره د امريکا د ملاتړ په اړه خبري کوي.

XS
SM
MD
LG