د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۸

و.ج: حکومت باید د سولې د خبرو په اړه جزیات پټې ونه ساتي


سره له دې چې په دې وروستیو کې افغان چارواکي بیا بیا وايي چې له طالبانو سره به د سولې خبرې په روانه میلادي میاشت کې پیل شي؛ خو ولسي جرګه تاکید کوي چې حکومت دې د دغو مذاکراتو جزییات او څرنګوالی له دوی څخه پټ نه ساتي.

د ولسی جرګې غړیو د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل؛ سوله د ټولو افغانانو حق دی او خلک او په تېره ولسي جرګه باید خبره شي چې دا سوله له چاسره؛ په کوم ځای کې او په کومو شرایطو پیلیږي.

د ولسی جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي د جرګې د غړیو د بحثونو وروسته وویل:

"سوله د افغانستان د خلکو ضرورت دی او باید ټول په جریان کې وي.

په دې برخه کې باید هیڅ ډول بحث د پردې ترشا نه وي. سوله باید د جنګ پای وي اوکه نه نو، دا به پرته له یوې د سیسې، نور څه نه وي."

د سولې د ټینګښت لپاره له تیرو څو کلونو راهیسې هڅې روانې وې؛ خو د ملي وحدت حکومت له جوړیدو وروسته دا هڅې ګړندۍ شوې او د افغان چارواکو په خبره اوس په دې برخه کې د پاکستان دریځ هم بدل شوی دی.

د نوي حکومت له جوړېدو را وروسته؛ څو ځله د پاکستان لوی درستیز او نورو امنیتي چارواکي کابل ته راغلل او له افغان چارواکو سره یې د سولې په خبرو کې د خپل هیواد د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دې وروستیو کې اجرایي رییس عبدالله عبدالله هم په نوي ډیلي کې یوې غونډې ته وویل چې سولې ته د سیمې په کچه هڅې پیل شوي او چین تراوسه درې ځله په دې اړه د طالبانو له چارواکو سره کتلي دي.

د ولسي جرګې ځینوغړیو دا هم وویل؛ مخکې له دې چې حکومت په دې برخه کې اقدام وکړي؛ باید د دوی نظر او رضایت واخلي.

د ولسي جرګی غړي شیرولي ورد ک وویل؛ ولسي جرګه باید د هیواد د ملي امنیت د شورا سلاکار راوغواړي؛ څو په دې اړه د جرګې د غړیو پوښتنو ته ځواب ووايي:

"پیشنهادوم چې په هرترتیب چې وي؛ د ملي امینت د شورا سلاکار دې ولسي جرګه ته راوبلل شي؛ دا پروسه څنګه پیل شوې او له کومه ځایه پیل شوې؛ نن په هیواد کې جبهه يي جنګ روان دی؛ سوله له چا سره کوئ، راځئ همدا نن پریکړه وکړو چې د ملي امنیت د شورا سلاکاردې زموږ اندیښنې او پوښتنې را ځواب کړي."

د سولې د خبرو د احتمالي پيل له راپورونه سره سم ځینې څیړونکي دا سپارښتنې هم کوي چې حکومت باید د تیرو دیارلسو کلونو لاسته راوړڼې د دې خبرو قرباني نه کړي.

د سولې د خبرو په اړه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې طالبانو تراوسه په رسمي توګه نه ده تایید کړې چې له حکومت سره د سولې خبرې پيلوي.

راپور: راپور خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG