د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

فارن پالیسي: اشرف غني د هند او پاکستان ترمنځ ګیر دی


نړېوالو رسنیو له هند او پاکستان د افغانستان د اړیکو او له مجازاتو د افغان امنیتي ځواکونو د معافیت په اړه مطالب خپاره کړي دي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونه "اشرف غني د هند او پاکستان ترمنځ ګیر دی" تر سرلیک لاندې؛ په مقاله کې پوښتنه کوي: ایا هند د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو ملاتړ کوي؟

خپرونه لیکي چېد هند او پاکستان پر وړاندې د یوه متوازن بهرني سیاست رامنځ ته کول د افغانستان یوه حکومت ته هم اسانه کار نه وو.

د خپرونې په لیکنه، ځينې کسان داسې انګیري چې افغانستان د هغو ګاونډیانو په وړاندې چې اټمي قوت لري؛ په خپلو کړنلارو کې بدلون راوستی دی.

داسې هم انګیرل کیږي چې د افغانستان حکومت نوي ډیلي مجبوره کولای شي چې له کابل سره په خپلو اړیکو کې له سره غور وکړي.

خپرونه لیکي، د جمهور رییس غني دې پریکړې چې یو شمېر افغان پوځيان به د پوځي روزنې لپاره پاکستان ته لیږي او د هغه دا وینا چې له پاکستان سره په ګډو پوځي عملیاتو کې هماهنګۍ ته اړتیا ده؛ افغانان دوه - زړه کوي.

د فارن پالیسي په لکینه، په کونړ کې د خلکو پر کلیو د پاکستان د راکټي حملو زخم لا تازه دی.

یو شمېر کسان چې د ولسمشر محمد اشرف غني پر کړنلارو انتقاد لري؛ وايي چې پاکستان لا هم په سیمه کې د بې ثباتۍ د خپرولو او له طالبانو د ملاتړ هڅې کوي او هغوی ته یې پناه ورکړې ده.

خپرونه د کابل او نوي ډيلي ترمنځ پر اړیکو لیکي؛ هند تر اوسه له افغانستان سره د بیا رغونې لپاره دوه ملیارد ډالر مرسته کړې او په لوړه کچه ستراتیژیکې اړیکې لري.

هند له افغانستان سره د پخوانیو مرستو او د اوسنیو اړیکو په مرسته غواړي چې ځان د افغانستان په خوا کې وساتي. خو د خپرونې په باور، شاید دا محاسبه د افغانستان او پاکستان د اړیکو له پراختیا سره؛بدله شي.

د بشري حقونو د څارنې اداره:

د بشري حقونو د څارنې ادارې (Human Rights Watch) د افغان پولیسو په اړه مقاله خپره کړې او باور یې څرګند کړی چې له مجازاتو د افغان امنیتي ځواکونو معافیت؛ د تروریزم ضد مبارزې ته ستر خنډ پيښ کړی دی.

په رپوټ کې د سیمه ییزو پولیسو سرغړونو ته اشاره شوې اولیکي؛ په افغانستان کې له مجازاتو معافیت د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت او د هغه د نړیوالو ملاتړ کوونکو د ناکامۍ نتیجه ده.

د بشري حقونو د څارنې دا نړیواله اداره زیاتوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د حساب ورکوونې او امنیت تر منځ ارتباط رامنځ ته کړی دی.

جمهور رییس غني د ورانې میاشتې په اوومه؛ د بشري حقونو د څارنې ادارې ته په لیک کې ژمنه کړې وه چې حکومت به یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د شکنجې رپوټونو ته سم ځواب ورکړي.

خو په مقاله کې لیکل شوي چې د افغانستان اوسنۍ اداره د نړیوالو او په ځانګړي ډول د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري؛ څو دا حساس سیاسي کار ترسره کړي.

د بشري حقونو د څارنې اداره د خپل رپوټ په پای کې لیکي؛ تر هغو چې افغان حکومت په قتل، اختطاف او جنسي تجاوز تورنو کسانو د مجازات لپاره جدي کار ونه کړي؛ بې امنیتي به افغانانو ته ستره ستونزه پاتې شي.

XS
SM
MD
LG