د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

د طالبانو له مرکزي سیمې د لس میلیارډه ډالرو په ارزښت د ګازو پایپ لاین تېرېدل


نړېوالو رسنیو د ټاپي پروژې او د کرکټ په نړېوال جام کې د افغانستان د لاس ته راوړنو په اړه مطالب خپاره کړي دي.


بلومبرګ:

بلومبرګ خپرونه تر دې سرلیک لاندې؛ افغان ولسمشر غواړي چې د طالبانو له مرکزي سیمې د لس میلیارډه ډالرو په ارزښت د ګازو پایپ لاین تیر شي" لیکنه خپره کړې ده.

د ګازو دغه پایپ لاین به د افغانستان له هغو سیمو تیریږي چې هلته طالبان غښتلي دي او بیا به د هند او پاکستان تر منځ له هغه سرحده تیر شي چې سخت امنیتي تدابیر په کې نیول شوې دي؛ خو د بلومبرګ خپرونې په باور د دې سربیره افغان ولسمشر غواړي چې دا پروژه ترسره شي او د می په میاشت کې یې یوه غونډه رابللې ده څو د پروژې کار نور پیل شي.

د می په میاشت کې به څلور سره هېوادونه؛ ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند پر دې سلا شي چې د یوه کانسرسیوم په مشرۍ له یوې کمپنۍ سره موافقه وکړي چې کار شروع کړي.

د افغانستان د کانونو او پیټرولیم وزیر داوود شاه سبا وایي؛ کله چې موافقه ترلاسه شوه له هغه وروسته به د څلورو کلونو په ترڅ کې د دې پروژې کارونه بشپړ شي او هر کال به بیا افغانستان ته تر درې سوه میلیونه ډالرو ډیره ګټه ترلاسه کوي.

بلومبرګ خپرونه چې اقتصادي مسایل څیړي په دې باور ده چې د فرانسې "ټوټال ایس اې" کمپنۍ پر دې فکر کوي چې د دې پروژې مشري وکړي؛ خو ترکمنستان نه غواړي چې بهرنۍ کمپنې د دوی د ګازو په زیرمو کې کار وکړي.

تیره اونۍ ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې خبر ورکړی و چې د دې پروژې چارې به روسیه، چین او پاکستاني کمپنۍ په ګډه مخته یوسي.

بلومبرګ خپرونه لیکي، تر ټولو مهمه خبره د دې پروژې د امنیت ده؛ ځکه چې د افغنستان په جنوب کې د هغې لارې تر څنګ دا پایپ لاین جوړیږي چې ډیر کله طالبان پرې بریدونه کوي.

نیویارک ټایمز:

بل لور ته د لویدیځ ګڼو خپرونو د افغانستان د کرکټ پر نننۍ لوبې تبصرې خپرې کړې دي. نیویارک ټایمز لیکي، نن د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ وروستۍ لوبه ده؛ خو افغان ټیم تر هغه څه ډیر په دې ټورنمنټ کې ترلاسه کړل چې هیله ترې کېده، ځکه چې دا لومړی ځل و چې افغانانو په دې ستر ټورنمنټ کې ګډون وکړ او بیا یې هم پکې یوه ټیم ته په خپل ګروپ کې ماتې ورکړه. نیویارک ټایمز بیا وړاندې لیکي، تر پنځلس کلونو په لنډه موده کې افغانستان وکړای شوای چې د نړیوال جام په څير ستر ټورنمنټ ته لاره وکړي.

میل ان لاین

میل ان لاین خپرونې بیا د انګلستان د ټیم د یوه روزونکي اشلي جایلز خبرې خپرې کړې دي چې وایي؛ له افغانستان سره لوبه داسې ده لکه د کیلې پر پوستکي چې پښه کیږدې؛ نو باید ونه ښویږو او دا لوبه خامخا وګټو.

XS
SM
MD
LG