د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

الماتا: د افغانستان او منځنۍ اسیا هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه غونډه جوړه شوې


الماتې ښار د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په نوم د یو کنفرانس کوربه دی. دا کنفرانس د اسیا پاسفیک په چارو کې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او اجتماعي کمیسیون له خوا جوړ شوی چې د پنجشنبې تر ورځې دوام کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر مزمل شینواری وايي؛ د قزاقستان په دې تجارتي او اقتصادي کنفرانس کې به د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو بحث وشي.

مزمل شینوازي ازادي راډیو ته وویل؛ د دې کنفرانس اساسي هدف دا دی چې موږ څنګه کولی شو؛ د افغانستان او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ سوداګري پراخه کړو.

چارواکي وايي، په کنفرانس کې د افغانستان د ګڼو ګاونډیو هېوادونو استازي برخه لري. دوی به د سیمې پر هغو اقتصادي پروژو هم بحثونه وکړي چې د افغان سوداګرو او همدرانګه د ګاونډیو هیوادونو د پانګوالو د ګډو هڅو په نتیجه کې به عملي شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر وايي؛ که څه هم د دې کنفرانس پریکړې الزامې نه دي؛ خو دا په دې بڼه لومړنی رسمي کنفرانس دی چې په کې به د منځنۍ اسیا د هیوادونو سوداګر په افغانستان کې پانګوونې ته وهڅول شي.

ښاغلي شینواري زیاته کړه چې د افغانستان او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د نړیوالې ټولنې لېوالتیا زیاته ده او د منځنۍ اسیا د هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره پر یو شمېر پروګرامونو کار روان دی.

افغان سوداګر هم د منځنۍ اسیا د له هیوادونو سره د سوداګرۍ د اړیکو پراختیا ته خوشاله دي او دا د سیمې په اقتصادي وده کې ډیر مهم بولي؛ خو دوی وايي، په سیمه په ځانګړې توګه په افغانستان کې نا امني په دې برخه کې لوی خنډ دی چې له امله یې پانګوال په اسانه په افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

XS
SM
MD
LG