د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۸ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۲۱

لیوال: دا لا وختي ده چې د سولې پر هڅو شک وشي


په داسې حال چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې په دې ورستیو کې ګړندۍ شوي، ځینې سیاستوال او پخواني چارواکي په دغو هڅو کې د پاکستان ونډې او نیت ته د شک په سترګه ګوري.


دا چې پاکستان په تیرو وختوتو کې د افغانستان په چارو کې څه رول لوبولی ښایي ډیرو افغانانو ته دا روښانه وي، خو هرکله چي له طالبانو د سولې مسئله مطرح شوې ورسره جوخت د پاکستان نوم هم یاد شوی.


که د ولسمشر اشرف غني حکومت اوس تر ډیره د پاکستان پوځ یا د دې هیواد د استخباراتو اداره چې له طالبانو سره په ملاتړ تورن دي، ښکیل کړي، ولې د افغانستان په دننه کې ورسره د اختلافاتو غږونه راپورته کیږي؟


دا مسله نوریاس نوري د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز له مشر عبدالغفور لېوال سره په مرکه کی څیړلې او لومړی یې ترې دا پوښتنه کړې ده چې تر ننه ډیر له دې نظرسره موافق و چې ترهغو چې پاکستان په تیره بیا د دې هیواد پوځ او استخبارات په افغانستان کې د سولې په بهیرکې له زړه مثبته ونډه وانخلي له طالبانو سره خبرې به هیڅکله هم نتیجه ورنکړي اوس چې د ولسمشراشرف غني حکومت دغه دواړه د سولې په خبرو کې ښکیل کړي ولې یو شمیر سیاستوال او پخواني چارواکي د هغه پردغو هڅو انتقاد کوي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG