د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۴۵

بلخ: د انسان تښتونې او قاچاق په وړاندې د مبارزې کمیسیون جوړ شو


په بلخ ولایت کې د انسان تښتونې او قاچاق په وړاندې د مبارزې په خاطر يو کمیسیون جوړ شو، چې اصلي هدف یې په ولایت کې د یادو پېښو کمول دي.

د بلخ د سرپرست والي مرستیال ظاهر وحدت وویل، چې د یاد کمیسیون اساسي هدف هم دا دی ترڅو د جنایی پېښو او د انسان د قاچاق او ختطاف سطحه را کمه کړي.

په عین وخت کې د افغانستان د عدلي سکتور څخه د ملاتړي دفتر سلاکار عبدالحمید کیهان وايي، چې په کال ۱۳۸۷ کې د انسان قاچاق او تښتونې په وړاندې د مبارزې قانون د ملي شورا لخوا تصویب او د وخت ولسمشر لخوا توشیح شو، خو پدې کار کې د تخینکی او لوژستيکي ستونزو له امله دوی ونه توانېدل چې یاد کمیسیون رامنځته کړي.

د کیهان په اند چې په بلخ ولایت کې د یاد کمیسیون په رامنځته کېدو سره په د جرایمو او انسان تښتونې سطحه په مراتبو کمه شي.

په عین وخت کې د بلخ امنیې قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري وايي، چې در روان کال په ترڅ کې د انسان تښتونې ګن شمېر پېښې یې ثبت کړي او په تړاو یې ۳۵ تنه تورن کسان نیولي دي.

باید وویل شي، چې د بلخ امنیې قومندانۍ د معلوماتو پر بنسټ هغه کسان چې دې ولایت کې د انسان په اختطاف او قاچاق لاس پورې کوي د محلي دولتي زورواکو تر ملاتړ لاندې کسان نه دي بلکې یواځې د پیسو د ترلاسه کولو په منظور دا کار کوي.

مجیب الرحمن حبیبزی، بلخ

XS
SM
MD
LG