د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

سرنوشت: که مخالفان سولې ته حاضر شي، دولت يې هرکلى کوي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم تر ډېره د طالبانو سره د سولې خبرو او دغه شان په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضیعت په اړه مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکه ورځپاڼه د افغان حکومت د اجراییه ریس عبدالله عبدالله له خولې لیکي، که د دولت وسلوال مخالفین د سولې خبرو ته حاضر شول د افغانستان حکومت به یې هرکلی وکړي.

خو ورځپاڼه لیکي، اجراییه ریس وايي که څوک له شره د امتیاز اخیستلو د وسیلې لپاره کار اخلي، امتیاز ورته نشته.

سرنوشت وايي، عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د لومړي تلین په غونډه کې وکړې.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه د ولسمشرغني د ویاند اجمل عابدي څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي له طالبانو سره تر اوسه کومه ناسته نه ده شوې او نه هم کوم وړاندیز ورته شوی.

انیس وايي، ښاغلي عابدي دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې یو شمېر پاکستاني ورځپاڼو لیکي:

له طالبانو سره په کابینه کې د دېریش فیصد واک او درې ولایتونو د ورکړې خبره شوې ده.

انیس دغه شان په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزوپه اړه په یو جلا مطلب کې لیکي چې د افغانستان د مشرانو جرګې د نړېوالو، تقنیني، عدلي او قضايي چارو کمیسیون په پاکستان کې د افغان کډوالو وضیعت د اندېښنې وړ وګڼلو.

په مطلب کې راغلي چې په غونډه کې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان ډیپلوماتانو توقیف کول هم وغندل شول او دا د ډیپلوماتانو د مصنونیت د حقونو خلاف عمل وګڼل شو.

ویسا:

ویسا خپلواکه ورځپاڼه بیا په همدې اړه په یو مطلب کې لیکي چې، د کډوالو چارو د وزیرپه مشرۍ یو پلاوی د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره اسلام اباد ته رسیدلی دی.

ویسا لیکي چې په دغه پلاوي کې د ولسي جرګې یو شمېرغړي هم شامل دي او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه به د پاکستان له مرکزي حکومت او د خیبرپښتونخوا له ایالتي چارواکو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG