د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

مسلمیار: ولسمشر غني باید د سولې په مساله کې پر پاکستان زیاته تکیه ونه کړي


د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار

په داسې حال کې چې د پاکستان، چین او عربي متحده اماراتو په همکارۍ په افغانستان کې د سولې هلې ځلې په جدیت سره روانې دي؛ د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار خبرداری ورکوي چې جمهور رییس اشرف غني باید د سولې په مساله کې پر پاکستان زیاته تکیه ونه کړي.

د مشرانو جرګې رییس وایي، په تېر وخت کې له طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ ته په کتو؛ په دې اړه زیاتې اندیښنې موجودې دي.

ښاغلی مسلیمار وایي، دی په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي؛ خو د سولې په خبرو کې د پاکستان پر صداقت زیات باور نه لري.

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وایي؛ جمهور رییس اشرف غني باید له پاکستان نه تضمین ترلاسه کړي؛ که چېرې طالبان د سولې خبرو ته کیني؛ اسلام اباد به په افغانستان کې د خپلو مقاصدو لپاره له نورو افراطي ډلو څخه ګټه نه اخلي.

رویټرز آژانس د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار رنګین دادفر سپانتا څرګندونې هم راخیستي چې وایي؛ په افغانستان کې د سولې د هلو ځلو ملاتړ کوي؛ خو په دې پروسه کې د پاکستان د ونډې په اړه اندیښنه لري.

ښاغلی سپانتا وایي، د پاکستان پوځ او استخبارات د طالبانو ترشا ولاړ دي او دې مسالې تر یوه حده ناهیلې کړی دی.

جمهور رییس اشرف غني او د ملي وحدت حکومت بیا وایي؛ پاکستان د افغانستان د دیارلس کلنې جګړې د ختمولو لپاره ژمن دی. د جمهور رییس ویاند په دې اړه ویلي؛ د پاکستان پیغامونه او وروستۍ کړنې ښیي چې اسلام آباد په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت ته متعهد دی.

په عین حال کې، د افغانستان استخباراتي منابع وایي؛ د طالبانو غورځنګ تر ډېره حده ځپل شوی او یو شمېر جګ پوړو او مهمو قوماندانو یې د ملا عمر د مشرتابه په اړه چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې نه دی لیدل شوی؛ پوښتنې مطرح کړي دي.

XS
SM
MD
LG