په افغانستان کې د ماین پاکۍ ادارې وایي چې ۲۰۱۴ میلادي کال د ښخ شوو ماینونو د چاودنو له کبله افغانانو ته یو خونړی کال و.
که څه هم دا مهال د افغانستان اتیا فیصده ځمکه له ماینونو پاکه شوې؛ خو د ماین پاکۍ ادارې وایي، لا هم موجوده ماینونه د اندیښنې وړ یوه جدي موضوع ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د همغږۍ د ادارې رییس محمد صدیق راشد آزادی راډیو ته وویل چې ښخ شوي ماینونه لا هم هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي.
ده وویل، په ۲۰۱۴م کال کې په اوسط ډول هره میاشت پنځه نوي کسان د ماینونو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماین پاکۍ د پروګرام د همغږۍ د ادارې مشر دغه ارقام په نړۍ کې د ماینونو د قربانیانو تر ټولو لوړ تلفات او ارقام ګڼي او وایي اتیا فیصده قربانیان یې ماشومان دي.
ویل کیږي، د ماینونو له امله ډیر کسان قرباني کیږي؛ خو اړوندې ادارې نه شي کولای چې د ټولو پیښو ارقام ثبت کړي.
په افغانستان کې د ماین پاکولو چارې په دغه هېواد د روسانو تر یرغل وروسته پيل شوې.
د ماین پاکولو د ادارو د راپورونو له مخې اوس مهال شاوخوا اتیا په سلو کې دغه ماینونه پاک شوي دي.
د "ام. ډي. سي" د ماین پاکولو د ادارې مشر شهاب حکیمي وايي چې اوس مهال په ۲۶۶ ولسوالیو کې پنځه نیم سوه کیلو متر مربع ځمکې پاتې دي چې باید له ماینونو پاکې شي.
"د روسانو له وخت نه، داخلي جنګونو نه او د جهاد له دورې نه چې پاتې وې دا ساحې ۷۵ فیصده پاکې شوي متباقي ۲۵ فیصده ساحې د پلان په اساس باید په ۲۰۱۳ کې پاکې وای؛ خو په کافي اندازه پیسې پروګرام ته را و نه رسیدې؛ دا ساحې پاتې شوې."
په هیواد کې د ماین پاکولو کورنۍ او بهرنۍ ادارې د افغانستان د جګړې له دواړو خواو غواړي چې د ماینونو د ایښودلو په وسیله دې د خلکو ژوند په تیره بیا د بې ګناه ماشومانو ژوند نه اخلي.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو د ادارې مشر په افغانستان کې له میشتو نړیوالو او افغان ځواکونو غواړي چې تر پوځي عملیاتو وروسته دې دغه سیمې له ماینونو پاکې کړي.
دوی وایي، که چیرې افغان او نړیوال ځواکونه د ښخ شوو ماینونو د بېرته شنډولو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي؛ د ماینونو د قربانیانو کچه به را کمه شي.