د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

ننګرهار: د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ١٧٠ پېښې ثبت شوي


په ننګرهار کې د بشر د حقونو خپلواک کميسیون وايي چې سږکال له دوی سره د تير کال په نسبت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې پيښې ثبت شوي، چې لاملونه يې په خلکو کې د عامه پوهاوي او قانون ته د لاسرسي کموالى بولي.

د افغانستان په ختيځ کې د بشرد حقونو د خپلواک کميسیون مشرې صبرینې حمیدي ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د تېر کال پر تله سږکال د ښځو په وړاندې د ۱۷۰ پيښې له دوى ثبت شوې وې، خو سږکال د حوت تر پینځلسمې نيټې پورې ۲۰۰ پيښې د هغو قربانيانو دي چې موږ ته يې مراجعه کړې ده.


د بشر د حقونو خپلواک کميسيون په داسې حال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي خبره کوي چې لا هم د ختيځو ولايتونو په ليرو پرتو سيمو کې ښځې د کلتوري محدودیتونو له امله خپلې ستونزې له کورنۍ څخه بهر نه شي شریکولی، او یا هم هغو ادارو ته لاسرسي نه لري چې په دغه برخه کې کار کوي.


صبرینه حميدي وايي چې له دوی سره په ثبت شويو پيښو کې له ښځو سره فزيکي تاوتریخوالي په سر کې راځي، چې د پت په نوم وژنې هم په کې شاملې دي. په دویم کې قدم کې ورسره له میراث نه د محروميت پيښې او په کم عمر کې اجباري ودونه دي.


بازمحمد عابد

XS
SM
MD
LG