د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۰۶

محور: وجدان لرونکي وکیلان باید په ملي شورا کې له معاملو پرده پورته کړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب د ملي شورا د شپاړسمي دورې د پنځم کال پیل او په زابل کې د دیرشو مسافرو د برمته کولو په اړه موضوعاتو ته ځآنګړي کړي دي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د وکیلانو له ژمنۍ رخصتۍ وروسته نن د ملي شورا دروازه بیا پرنستل کیږي او وکیلان د شپاړسمې دورې وروستۍ کاري موده بشپړوي.

ورځپاڼې په مطلب کې لیکلي چې د بحث وړ موضوع دا ده چې د وکیلانو د رخصتیو پر مهال ځینې وکیلان د خپلو موکلینو پوښتنو ته ورغلل؛ څوک په چکر بهرنیو هیوادونو ته ولاړل او ځینې هم له کاندید وزیرانو سره په معاملو بوخت وو.

لیکوال سپارښتنه کړې چې د ولسي جرګې اوسنی وضعیت چې یوشمیر وکیلان له ملي ګټو زیات شخصي ګټو ته ارزښت ورکوي؛ بدلون ته اړتیا لري.

په مطلب کې راغلي چې وجدان لرونکي وکیلان باید په ملي شورا کې له معاملو پرده پورته کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې د ولسي جرګې نوې کاري دوره پيلیږي، خو ترټولو عمده دنده یې داده، چې د پاته اتلسو وزارتونو لپاره د ټاکل شوو کسانو برخه لیک معلوم کړي.

په دې مطلب کې لیکل شوي، چې د ولسي جرګې دغه دوره به د ولسمش اشرف غني په خبرو سره پيلیږي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې په زابل ولایت کې د دیرشو مسافرو د برمته کولو په اړه مطلب کې لیکلي، چې که برمته شوي کسان ازاد نشي، د هیواد په تاریخ کې به د ننګ یوه لکه پاته شي.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د هغه د پخواني مرستیال کریم خلیلي او یوشمیر نورو پخوانیو چارواکو غوښتنو ته اشاره کړې، چې د دیرشو مسافرو برمته کول یې غندلي او ویلې یې دي، چې برمته کوونکي باید دغه مسافرین آزاد کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو په اړه، چې دا دیرش مسافر یې هم برمته کړي، لیکلي، چې د اسلامي دولت ډله له افغانستانه تاجکستان او منځنۍ آسیا ګواښي.

په مطلب کې د روسیې د دفاع وزارت د مرستیال په حواله لیکل شوي، چې د دوی د معلوماتو له مخې د اسلامي دولت ډلې لومړنیو عناصرو په سیمه کې فعالیت پیل کړی دی.

ورځپاڼې د اناتولي انتونوف په حواله لیکلي، چې د اسلامي دولت ډلې جنګیالي دا مهال په افغانستان کې فعال حضور لري.

XS
SM
MD
LG