د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۵

نعیمي: د غلام خان بندر د رسمي بندرګاه کیدو پړاونه به بشپړ شي


د خوست ولایت چارواکي وایي، د غلام خان تجارتي بندر ډیر کارونه بشپړ شوي او ډير ژر به له پاکستان سره دا لار په رسمي بندر بدله شي.

د دې ولایت سرپرست عبدالجبارنعیمي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، افغان حکومت له دې لارې د رسمي ټرانزیټ د پیلیدو ټول امکانات بشپړکړي دي.

د خوست ولایت چارواکي وایي، د غلام خان بندر د رسمي کولو ټول امکانات بشپړ شوي او باورلري چې ډیرژربه هغه د هېواد یو رسمي تجارتي بندر شي.

د دې ولایت سرپرست عبدالجبارنعیمې د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، افغان حکومت د دوه کالو راهیسې د ګربزو ولسوالۍ په دې سیمه کې د دې بندرلپاره په ټولو امکاناتو کار پیل کړی و.

نوموړي وایي، د غلام خان تجارتي بندرلپاره د سرحدي ګمرک، سرحدي کمیساري او سړکونو چارې بشپړې شوي او هغه وخت رارسیدلی چې دا ځای په رسمي ټرانزیټي لار بدل شي:

″زه هیله مند یم چې د غلام خان بندرد رسمي کیدو وخت را رسیدلی دی او په ډيرکم وخت کې به یي د رسمي بندرګاه کیدو پړاونه بشپړ شي ډيرژربه یې تړون سرته ورسیږي او که خدای کول دا به رسمي تجارتي بندرګاه شي.″

افغان سوداګراو د خوست خلک له کلونوکلونو راهیسې د دې لارې د ټرانیټی کیدو غوښتنه کوي او وایي، دا لارد پاکستان ستر تجارتي ښارکراچي ته ترټولو نږدې لار ده.

دوه کاله وړاندې افغان حکومت د غلام خان بندرلپاره په خوست کې ۱۴۲ جریبه ځمکه وقف کړه او د خوست سیمه ییزو چارواکو وویل چې د بندرلپاره په دې تاسیساتو پنځه میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي.

افغان سوداګر وایي، په دې برخه کې له پرمختګه خوښ دي او غوښتنه کوي چې دا لار ډير ژرپه رسمي تجارتي بندر بدله شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال خان جان الکوزی وایي، د دې لارې له رسمي کیدو سره به د سوداګرو ډيرې هغه ستونزې چې د لارې له اوږدیدو او د تورخم د پیچلې لارې له امله یې لري حل شي:

″کابل ته دا ترټولو نزدې بندردی پاکستان ته غزیدلې په دې بله لار ډير زیات بیروبار دی د ماهیپرله لارې موږ د پاکستان د کراچۍ او واګه سره سوداګري کوو چې یوه ستونزمنه لار ده.

باید سږکال حتما له دې لارې سوداګري پیل شي او هغې ته رسمیت ورکړل شي.″

نوموړی وایي، که څه هم د دې لارې ټرانزيټي کیدل د اپټا تړون یوه برخه هم ده خو پاکستان د امنیتي ستونزوله امله تر اوسه د دې لارې رسمي کیدو ته بشپړ زړه نه دی ښه کړی.

له دې سره افغان ولسمشراشرف غني ژمنه کړې چې ډير ژر به دا بندرد پاکستان سره د دوه اړخیز تړون له مخې په رسمي توګه ټرانزیټي لاره کړي.

د اقتصادي چارو افغان کارپوهان وایي، د غلام خان بندرله ټرانزیټ کیدو سره به د افغانستان په شمول د منځنی اسیا هیوادونه ډيره اقتصادي ګټه وویني.

دوی وایې، دا لارد پاکستان کراچۍ بندرته ۳۸۰ کیلومتره نږدې ده، چې سوداګرکولای شي په ډيرلنډ وخت او کمو مصارفو د سیمو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه چټکه کړي.

راپور:یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG