د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

د امنیتي نظام د اصلاح لپاره لومړنی مهم ګام اوچت شو


کابل چاپ بېلابېلو ورځپانو د نورو مطالبو ترڅنګ په کابل ښارکې د اوبو د کمښت موضوع او د کابل ښار د شپارلسو امنیتي حوزو د امرین د بدلون په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې د ولسمشرمحمد اشرف غني له قوله لیکلي د کابل په ښارکې د څښاک د اوبو له کمښته د مخینوي لپاره دې لازم تدابیر ونیول شي.

هېواد:

بلې دولتي ورځپانې هېواد لیکلي جمهوررییس غني د ښاري اصلاحاتو او پراختیا د کمېسیون له غړیو سره په کتنه کې سپارښتنه کړې چې د انجنیري په برخه کې د افغانستان داخلي ظرفیت دې وڅېړل شي.

وړاندې په مطلب کې راغلي له داخلي ظرفیتونو څخه په سم درک سره وکولای شو لنډ مهالي، منځمهالي او اوږد مهالي پلانونه طرحه او پلي کړو.

کابل چاپ نورو ورځپاڼو بیا د کابل ښارپه امنیتي ارګانونو کې د ادلون او بدلون په اړه لیکنې کړي دي.

محور:

محور خپلواکې ورځپانې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي د امنیتي نظام د اصلاح لپاره لومړنی مهم ګام اوچت شو.

وړاندې په مطلب کې راغلي په کابل ښار کې د شپارلسو امنیتي حوزو، یوولسو ماموریتونو او کنډوکونو امرین اوقومندانان له دندو ګوښه او پرځای یې نوي کسان وګومارل شول.

محور د ولسي جرګې د غړیو په حوله لیکلي ډېری پولیس چارواکي د روابطو پر بنسټ ټاکل شوي وو، چا توان نه درلود، چې له دندې یې لیرې کړي او له امله یې په هېواد کې د جرمونو ګراف لوړ شوی وو.

سرنوشت خپلواکې ورځپانې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې د امنیتي حوزو نوي امرین په کومو معیارونو ټاکل شوي دي؟

د سرمقالې د لیکوال په باور دا یو ښه ګام دی، خو پوښتنه دلته پیدا کیږي چې نوي کسان په ګومو معیارونو ګومارل شوي، جهادي رهبر او زورواکي خوښې ته په کې پام شوی او که نه؟

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي هیله ده چې نور پخواني معیارونه مات شي او چارو کې د وړتیا پر اساس وټاکل شي.

په سرمقالې یادونه شوې دا پروسه یوازې په کابل کې هم پاتې نه شي، بلکې دا اصلاحات باید ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته وغځول شي.

او په پای کې هېواد دولتي ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د امنیې قومندانۍ دا اقدام چې امرین یې بدل کړل ستایو.

د سرمقالې لیکوال هیله څرګندوي چې نوې مقررۍ به د کابل ښارله امنیت او ثبات سره مرسته وکړي.

ترتیب کوونکی: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG