د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

سبا د آيرلنډ او جنوبي افريقا د کرکټ ټيمونه لوبه کوي


ټاکل شوې ده د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام د سياليو په لړ کې د آيرلنډ او جنوبي افريقا ټيمونه به د سې شنبې په ورځ لوبه وکړي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت د سهار پر اته بجې او د کانبيرا د ځايي وخت پر دونيمې بجې پيليږي.

آيرلنډ تر اوسه د ويست انډيز او متحده عرب اماراتو ټيمونو ته ماتې ورکړې ده.

د جنوبي افريقا په پرتله له زمبابوې او ويسټ انډيز سره په مخکينيو لوبو کې ګټونکی دی او له هندوستانه يې ماتې خوړلې ده.

ټاکل شوې ده د چار شنبې په ورځ به د افغانستان ټيم د استراليا له ټيم سره لوبه کوي.

دا لوبه د پيرت ښار د کرکټ په ستډيوم کې د افغانستان پر وخت ۱۱ بجې پيليږي.

افغانستان تر اوسه د بنګله دېش او سريلانکا له ټيمونو ماتې خوړلې ده خو له سکاټلنډ څخه يې وروستۍ لوبه ګټلې ده.

XS
SM
MD
LG