د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۰۵

"د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره باید پیاوړې او مجهزه شي"


د افغان حکومت اجرایي رییس وایې وروستیو طبیعي پیښو افغان حکومت دې ته متوجه کړي چې له بیړنیو حالاتو سره د مبارزې کمیټه پياوړې کړي.

په داسې حال کې چې د هېواد په 19 ولایتونو کې د ورستیو طبیعي پیښو له امله د تلفاتو شمیر ورځ تربلې زیاتیږي؛ افغان چارواکي وايي چې د بیړنیو حالاتو کمیټه او د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره باید پیاوړې او مجهزه شي.

د افغان حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل؛ حکومت مکلف دی چې په طبیعي پیښو کې د مرګ ژوبلې او زیانونو د مخنیوي لپاره چمتووالۍ ولري:

"کوم جریان چې رامنځ ته شو موږ يې متوجه کړو چې د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د مبارزې کمیټه په مراتبو مجهزه شي او د چمتووالي کچه په کې لوړه شي؛ په دې برخه کې باید اساسي اقدامات وشي؛ لکه د دې کمیټې په جوړښت، تجهیز، مالي امکانات او په نورو بیلابیلو برخو کې باید کار وشي."

نوموړي وویل چې په واورو کې د محاصره شوو کسانو د ژوند ژغورل او هغوی ته د مرستو رسول د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې د کمیټې د کارونو په سر کې راځي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د ورستیو طبیعي پیښو له امله مشخص شوي چې په ډيرو برخو کې مخابراتي اړیکې پرې شوې دي.

تردې مخکي د بیړنیو حالاتو د کمیټې او له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې د مالي امکاناتو، وسایلو او تجهیزاتو له کموالي شکایت کړی و.

د یوشمیر راپورونو په اساس د ورستیو واورو ورېدو او سیلابونو له وجې د هېواد په بیلابیلو برخو کې د تلفاتو شمیر له درې سوه څخه ډير اټکل شوی.

ویل کیږي چې دې پیښو تر ډیره په پنجشیر ولایت کې خلک زیانمن کړي دي.

په عین حال کې د پنجشیر یو شمیر اوسیدونکي هم شکایت کوي چې دوی ته مرستې په سم ډول نه دي وررسول شوي.

د پنجشیر د عبدالله خېل درې یوه استازي ګل اغا د خلکو د ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"یو شمیر خلک بې کوره شوي دي، سړکونه بند دي، یو شمیر ټپیان دولت انتقال کړي دي او نور یې همدلته دي؛ هغه ډول چې باید دولت مرستې رسولې وای؛ نه دي رسولي."

ومو غوښتل چې په دې اړه د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې د ادارې او د بیړنو حالاتو د کمیټې نظر واخلو خو له پرلپسي اړیکو وروسته بیا هم ونه توانیدو.

سره له دې چې هر کال د طبعي پیښو له امله ډير افغانان مړه کیږي؛ خو له طبعي پیښو سره د مبارزې ادارې تردي مخکي ویلي؛ ترهغې چې دوی ته کافي امکانات په واک کې ورنه کړل شي؛ دوی به ونه توانیږي چې داستونزه حل کړي.

که څه هم د طبیعي پیښو مخنیوی په بشپړه توګه امکان نه لري؛ خو څیړونکي وایي، اړوندې ادارې باید هغو سیمو کې کار وکړي چې د داسې پیښو احتمال په کې وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG