د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۵۲

ښکیلې ډلې غواړي چې د خپل ګوند کسان د انتخاباتو په کمیسیونونو کې ځای پرځای کړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب ترډيره په انتخاباتي درغلیو کې د ښکیلو کسانو افشا کیدو، د انتخاباتو د بهیراصلاح او د وروستیو طبیعي پیښوله امله د زیانمنو شوو کسانو مرستې او همکارۍ ته ځآنګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون یو ښه ګام.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په حواله لیکلي، چې ممکن د انتخاباتي کمیسیونونو لس زره موقتي او شل دایمي کارکوونکي د درغلیو له امله په تورلست کې شامل شي.

د مقاله لیکونکي په باور، که څه هم د انتخاباتو د اصلاح کیدو بحثونه په دې شپو ورځو کې ګرم دي، خو لیکوال ویلي، چې له کمیسیونونو بهراصلي بحث د ریښتینو اصلاحاتو لپاره نه دی.

مقاله لیکونکی وایي، د ټاکنو په قانون کې ممکن اصلاحاتو ته اړتیا وي، خو اوسنۍ هڅې د اصلاح نه بلکې د تخریب لپاره دي.

محور:

محور خپلواکې ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې لیکلي، چې انتخاباتي اصلاحات که اصلاحاتي انتخابات؟

د ورځپاڼې په باور، د انتخاباتو د اصلاح خبرې د اصلاحاتي انتخاباتو او پنځوس پنځوس فیصده ونډې لپاره دي.

د مطلب لیکوال وایي، د انتخاباتو د اصلاح په پلمه په واک کې ښکیلې ډلې غواړي، چې د خپل ګوند کسان د انتخاباتو په کمیسیونونو کې ځای پر ځای کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د طبیعي پیښو له امله له زیانمنو شوو کسانو سره د مرستې رسولو بهیرته په اشارې لیکلي، چې حکومت خپل ټول امکانات په کار اچولي، څو له زیانمنو شوو سره مرسته وکړي.

ورځپاڼې د اجرایي ریس عبدالله عبدالله په حواله لیکلي، چې زیانمنو شوو ولایتونو ته استول شوي مواد باید ټولو کورنیو ته ورسیږي.

ورځپاڼې د ښاغلي عبدالله په حواله دا هم لیکلي، چې په نهه ویشتو ولایتونو کې خلک د طبیعي پیښو له امله زیانمن شوي دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه مطلب کې لیکلي، چې تیره ورځ په طبیعي پيښو کې د مړو شوو کسانو فاتحه واخیستل شوه، چې ولسمشر اشرف غني او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم برخه په کې واخیسته.

ورځپاڼې په دې اړه یوه بل مطلب کې لیکلي، چې د پنجشیر ولایت زیانمنو شوو کسانو ته لس ګرځنډه روغتیایي ټیمونه ورلیږل شوي دي.

ورځپاڼې د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په حواله لیکلي، چې دا ګرځنده ټیمونه په بیلابیلو سیمو کې د زیانمنو شوو کسانو درملنه کوي.

XS
SM
MD
LG