په ټولنیزو سایټونو کې له اوسپنیزو جامو سره د "کبرا خادمي" عکسونو د ښځو د حقونو او د ټولنیزو رسنیو د کار اخیستونکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
د کابل په واټونو کې له اوسپنیزو جامو سره د کبرا خادمي له راوتلو یوشمیر کسانو ستاینه کړې خو یو شمیر نورو په کلکو الفاظو غندلی دی.
خو کبرا خادمي له آزادی راډیو سره په مرکه کې دا یو هنري ګام بللی او ویلي يې دي چې د خلکو له احساس سره کار نه لري:
"په اصل کې مې دا په خپله جوړ کړی؛ دا یو هنري حرکت دی، زه غواړم له خپل هنر څخه خبرې وکړم؛ تر هغو چې ووایم ما داسې هدف درلود یا داسې شعار ورکړم؛ زه د خلکو پر کار کار نه لرم."
کبرا خادمي د تیرې پنجشنبې په ورځ د کابل په واټونو کې له اوسپنیزو جامو سره را ووتله او داسې یې څرګنده کړه چې د ښځو او نجونو له زورونې سره مبارزه کوي.
د ښځو د حقونو فعاله فتانه ګیلاني په دې باور ده چې دغه سمبولیک حرکت د مسلمانې نجلۍ وړ نه دی؛ بلکې په لارو کوڅو کې د وزګارو هلکانو د نظر جلبولو ته لار هواروي:
"موږ د اسلام شعارونه ورکوو؛ ولې زموږ خلک او نجونې په عمل کې اصلاً د اسلام له اخلاقو؛ تعلیم او تربیې څخه خبرې نه دي.
په کار ده چې موږ ښځې د ځان لپاره کار وکړو؛ مثلأ داسې وګرځو، داسې جامې واغوندو او ډیر پر خپلې حیا، اداب او تهذیب کار وکړو؛ ترڅو څوک پیدا نه شي چې هغه زموږ په مقابل کې بې احترامي وکړي."
په ټولنیزو شبکو کې د کبرا خادمي د دغه عکس تر خپرېدو وروسته دغه نجلۍ شهرت ته ورسیده او د دغو سایټونو او شبکو استفاده کوونکو پرې ډیر تورونه پورې کړل.
د ښځو د حقونو فعالې حمیده وردک په خپل فیسبوک کې لیکلي چې له دغه حرکت سره مخالفه ده؛ هغه لیکي زما خورې د افغان نارینه غرور د نړۍ په هیڅ نارینه کې موندلی نه شو؛ د یوه انګلیس لپاره یې میرمن یوه وسیله ده؛ خو د یوه افغان نارینه لپاره یې میرمن نیمايي ایمان؛ د کورنۍ ملکه او د قوم عزت یې ده.
د الهام په نامه یوه کس لیکلي کبرا خادمي د امریکا او اروپا ویزې ترلاسه کولو لپاره دا عمل تر سره کړی دی.
د فیس بوک یوه بل ګډونوال نجیب صافي لیکلي؛ دغه نجلۍ د کوم سفارت یا بهرنۍ موسسې کارکوونکې ده چې د یوه ځانګړي کار لپاره ګمارل شوې ده.
څه موده وړاندې نیمایي بربڼده یوه بله نجلۍ هم د کابل واټونو ته راوتلې وه چې د هغه حرکت لامل معلوم نه شو او ډيرو حتی دا هم ویل چې دا نجلۍ رواني ستونزه لري.
بل لورته د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج د کبرا خادمي دا کار هم سم او هم نا سم ګڼي؛ خو وايي، دا د دې ښکارندوی ده چې افغان نجونې او ښځې تر کومه اندازه په لارو کوڅو کې له ځورونو ستړې شوي دي.
"زه فکر کوم چې دا حرکت په خپل ذات کې د دې ښکارندوی دی چې موږ څومره ستړي یو؛ څومره د دې هېواد ښځې او نجونې په سرکونو د پرله پسې ځورونو څخه ستړې شوي دي.
دا یوازې مسالې ته د خلکو د پاملرنې را ګرځول دي."
میرمن سراج سپارښتنه کوي چې کورنۍ، ښوونیزې او روزنیزې ادارې او رسنۍ دې د دغو مزاحمتونو او ځورونو په کمولو کې مرسته وکړي.
خو بل خوا په ټولنیزو شبکو کې یو شمېر کسانو د کبرا خادمي دغه کار ستایلی دی.
یوې خبریالې فرحناز فروتن لیکلي؛ له دې جامې څخه مو ډیر بد راغلل اوس تاسو یوازې د دې جامې په لیدلو سره بد حالت وموند؛ نو څنګه د هغه نجلی پر ځای اوسیدای شئ چې ځورول شوې ده.
رڼا لودین په خپل فیس بوک پاڼې لیکلي؛ ته یوه اتله نجلی یې سل آفرین پر تا.
کبرا خادمي په داسې حال کې په کوڅو او لارو کې د نارینه وو له خوا د ښځو د ځورونې په وړاندې داسې یو بې ساری خوځښت تر سره کوي چې پخوا تر دې د ښځو له حقونو څخه د دفاع ټولنو هم په دې اړه اندیښنه ښودلې وه.
د ښځو د حقونو فعالانې له حکومت څخه غواړي چې د ښځو او نجونو د زورونې پر وړاندې دې لازم اقدامات تر سره کړي.