د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

"د افغانستان په زندانونو لا هم بندیان شکنجه کیږي"


نیویارک ټایمز او فارین پالیسي خپرونو د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو وضعیت ته کتنه کړې ده.

د لویدیځ دغو دواړو چاپي خپرونو د ملګرو ملتو په هغه راپور اتکا کړې ده چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو. په دې راپور کې ملګرو ملتو له یو شمیر زندانیانو سره د ۲۰۱۳ کال له فبروري د ۲۰۱۴ کال تر ډسمبر میاشت پورې خبرې کړې دي. د راپور له مخې زندانیان د تحقیق په وخت په پایپونو وهل شوي او برق ورکړل شوی دی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز بیا د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو د عالي کمشنر زید رعد الحسین خبرې رااخیستې دي چې وایي، تشدد جدي جنایت دی چې هیڅ ډول نه شي توجه کیدای.

ملګرو ملتو ویلي دي چې په نوي راپور کې د زندانیانو ځورونه ۱۴ په سلو کې د تیر راپور په پرتله کمه شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی نیکولاس هیسم وایي؛ په تیرو دوو کلونو کې له بندیانو سره چلند څه ښه شوی دی؛ خو لاهم ډیر څه باید په دې برخه کې وشي. هیسم په یوه خبرپاڼه کې دا خبره هم کوي چې دی د دې هرکلی کوي چې د ملي وحدت حکومت سمدستي د زندانیانو د ځورونې د مخنوي موضوع ته توجه کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت ژمنه کړې ده چې د یوه نوي پروګرام له مخې به په زندانونو کې د شکنجې مخه ونیسي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په افغانستان کې یوازې افغانان زندانیان نه ځوروي، هلته څو کاله سي ای اې بندیان ساتل او د هغه راپور له مخې چې د ډسمبر په میاشت کې د امریکا د سنا د یوې کمیټې له لورې خپور شو، د سي ای اې په زندانونو کې به د بندیانو پر سرونو اوبه پاشل کیدې او خوب ته به نه پریښودل کیدل.

فارین پالیسي:

فارین پالیسي خپرونې هم په افغانستان کې له زندانیانو سره د ناوړه چلند موضوع څیړلې ده. د دې خپرونې د مقالې عنوان دی، امریکا تقریبا ټوله له افغانستانه وتلې ده، خو هلته د زندانیانو ځورونه لا هم دوام لري.

د دې لیکنې په پیل کې د امریکا د سنا د تیر کال راپور ته اشاره شوې ده او لیکل شوې دي چې سي ای اې په یو شمیر هیوادو کې د افغانستان په ګډون بندیان شکنجه کړې دي، خو د ملګرو ملتو له نوي راپور څخه ښکارې چې د افغانستان امنیتي ځواکونه له بندیانو سره همهغسې بیرحمه چلند کوي لکه امریکایانو چې کاوه.

فارین پالیسي بیا د ملګرو ملتو راپور ته په تفصیل اشاره کوي او د مقالې په وروستیو کې لیکي چې د همدې راپور له مخې په افغانستان کې د قانون اکثر تطبیقونکي او امنیتي ځواکونه په دې باور دي چې د افغانانو د ژوند د حمایت لپاره غوره لاره دا ده چې د قانون ناقضانو ته سخته سزا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG