د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

امریکا له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ايستلو په اړه موافقې ته نيږدې دی


یوشمېر نړېوالو رسنیو تر ډېره افغانستان ته د امریکا د نوي دفاع وزیر د سفر او له افغانستانه د د دوی ځواکونو د ایستلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې "امریکا له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ايستلو په اړه موافقې ته نيږدې دی" په عنوان يوه مقاله خپره کړې ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د امريکايي او افغان چارواکو په وينا ليکي:

امريکا او افغانستان په دې هيواد کې د طالبانو او القاعده پر ضد د امريکا د نظامي ماموريت د ختمولو په مقصد د امريکايي پوځيانو د وتلو لپاره د اساسي پلان په هکله موافقې ته نيږدې شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا له نوي دفاع وزير اشټن کارټر سره افغانستان ته د هغه د سفر پر مهال؛ په يوه ګډه خبري غونډه کې تاييد کړه چې د امريکايي پوځيانو د وتلو؛ د تروريزم پر ضد د امريکا د حملو هدف او څرنګوالي او په دې اړه چې ايا امريکايي پوځي اډې تر ټاکل شوې موده زياتې پرانيستې پريږدي؛ له سره غور کوي او ارزوي يې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، که څه هم دوی له جزياتو ورکولو ډډه وکړه؛ دوی اشاره وکړه چې په راتلونکې مياشت کې امريکا ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال کېدای شي؛ نوې موافقه لاسليک کړي.

واشنګټن پوسټ زياته کړې؛ افغان چارواکو او د امريکا پوځي قومندانانو له دې مخکې همپه افغانستان کې له دوه زره او شپږ سوه څخه د زياتو پوځيانو د پاته کولو په اړه پر باراک اوباما د فشارونو خبره تاييد کړې وه.

خو د واشنګټن پوسټ په وينا، د جمهور ريیس غني او اشټن د شنبې د ورځې خبرې دا څرګندوي چې په دې اړه تغيرات راروان دي.

یو. اس. اې ټوډې:

یو. اس. اې ټوډې ورځپاڼې هم افغانستان ته د امریکا د دفاع د وزیر اشټن کارټر د سفر په اړه یومطلب خپور کړی او په پیل کې یې د هغه دا خبره را اخیستې چې ویلي یې دي؛ امریکایي ځواکونه چې اوس له دیارلس کلنې جګړې وروسته له افغانستانه ووځي؛ اساسي ماموریت یې افغان امنیتي ځواکونو ته د سلامشورې ورکولو او پر روزنې څرخي.

کارټر د یکشنبې په ورځ د افغانستان جنوبي ناکراره ولایت کندهار ته په سفر کې شاوخوا سلو پوځیانو ته په خبرو کې وویل چې د افغانستان له پوځ سره د مشاورینو په توګه د دوی کار د هغو امنیتي پرمختګونو د ډاډمن کولو لپاره ډېر مهم دی چې تراوسه شوي دي. کارټرپه دې ټینګار وکړ چې موږغواړو دغه لاس ته راوړنې وساتل شي او دوام وکړي.

د یو. اس. اې توډې په وینا کندهار د امریکایي ځواکونو د دغه نوي ماموریت یوسیمه ییز مرکز دی.

د امریکا د فاع وزیر دا هم وویل چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي دي او اوس د دې وړتیا لري چې د وسله والو طالبانو په وړاندې جګړه کې پر هغوی برلاسی ومومي.

XS
SM
MD
LG