د حوت د رېیمه چې پر افغانستان د شوروي پوځونو د یرغل پروړاندې د کابل ښاریانو له پاڅون او قربانیو سره سمه ده؛ د یکشنبې په ورځ په کابل کې ونمانځل شوه.
په دې مناسبت په جوړې غونډه کې په لسګونو جهادي او قومي مشرانواو د شهیدانو د کورنیوغړیو ګډ ون کړی و.
غونډې ته وینا کوونکو دا ورځ د هیواد د تاریخ یوه حماسه وبلله.
دوی ویل. په یوزرو د رې سوه اته پنځوسم لمریزکال کې پرهیواد د شوروي پوځونود یرغل پروړاندې د افغانانو پاڅون ثابته کړه چې دا خلک خپلې وینې تویوي؛ خو د پردیو وا کمنې نه مني.
د غونډې لومړی وینا وال د شهیدانو د وارثانود ټولنې مشرمحمد قاسم منتظري و؛ ده وویل:
"د حوت درېیمه یومدني او مسالمت امیزه حرکت و؛ پر افغانستان د شوروی پوځونو د یرغل پرخلاف.
خو له بده مرغه دا حرکت د شوروي پوځونو له خوا په ډیرې بې رحمۍ سره وځپل شو. په دې ورځ د کابل ښار په لارو، کوڅو او واټونوکې په سلګونو پاڅون کوونکي ووژل شول؛ د افغانستان خلک هیڅکه هم دا ورځ نه هیروي او په درنښت به یې نمانځې"
د دې هیواد په تاریخ کې راغلي چې د یوزرو درې سوه اته پنځوسم لمریز کال د جدي په شپږمه شوروي پوځونو د ځمکې او هوا لارې په داسې حال کی چې کابل ښاریان لا د سهارله خوبه نه و پورته شوي، یرغل وکړ.
له دې یرغل څخه کابو یوه نیمه میاشت وروسته؛ کابل ښاریان د دې یرغل په وړاندې د حوت په دریمه واټونو ته را ووتل او د شوروي پوځونو پر ضد یې مظاهرې وکړې.
خو شوروی پوځونو دا پاڅون په ګولیو، ټانکو او د طیارو په بمباریو سره وځاپه.
د راپورونو له مخې په دې ورځ د کابل په واټونو؛ لارو او کوڅو کې په سلګونو خلک ووژل شول.
دا ورځ له هماغې نیټې راهیسې هرکال په کابل او ځینو ولایتونو کې د غونډو په جوړولو سره نمانځل کیږي.
غونډې په پاې کې د غونډې پریکړه لیک د شهیدانو د وارثانو د ټولنې یوه غړي محمد اصف ژکفر ولوست چې په کې راغلي وو:
"د جهادي مناسبتونو قضيې د د ولت یوه ملي او اسلامي وجیبه ده او خلک د هیواد د شهیدانو وارثان دي. دې ته باید زیاته پاملرنه وشي او له یاده ونه ایستل شي."
د یوزرو د رې سوه اته پنځوسم کال د حوت له درېیمې یو کال د مخه چې هیواد ته لا شوروي پوځونه نه وو راغلي؛ د هرات ښاریا نو د وخت د حکومت پرضد پاڅون کړی و چې د حکومت امنیتي ځواکونو په یوه ورځ؛ شاوخوا دولس زره پاڅون کوونکي ووژل."
افغانان وايي، په هیواد کې د افغانستان د "خلک ډیموکراټیک ګونډ" له غړیو پرته د دې هیواد اکثره خلک په هیواد کې له شوروي پلوه حکومت او پرهیواد د شوروي له یرغل سره مخالف وو.
د دې یرغل په شاوخوا لس کلنه موده کې څه باندې یو میلیون خلک ووژل شول؛ په لسګونو زره معیوب او په میلیونونو ګاونډیو هیوادونو ته مهاجرشول.
راپور: خان محمد سیند