د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

په تاجکستان کې افغان بندیان وايي، که ازاد نه شي ځانونه به ووژني


په تاجکستان کې یو شمېر افغان بندیانو ګواښ کړی چې که ازاد نه شي یا خپل هېواد ته ونه لیږدول شي ځانونه به ووژني.

دې زندیانو د ازادۍ راډیو سره په تلیفوني اړیکو کې ویلي چې د لسو کلونو راهیسې په تاجکستان کې بندي دي او ورته هیڅ حقوق نه ورکول کېږي.

دوی وایې، ډيری په رواني او نورو ناروغیو اخته شوي چې نه یې د دارو درملو څوک غم خوري او نه په کلونوکلونو د کورله احواله خبرکړای شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې بندیانوله ستونزو خبرشوي او ډير ژر به ورته رسیده ګي وکړي.

کلونه کېږي چې افغانان د ځینو ګاونډیو هېوادونو د ناسم چلند او د دوی په هکله د بشري حقونو د نقضه شکایت کوي خو په دې لړۍ کې یو شمېر بندیانو تازه له تاجکستانه شکایتونه کړي چې په هکله یې بنیادي حقوق نه مراعتیږي.

دې بندیانو له تاجکستانه د ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د خپلو خپلوانو له احواله ناخبره ساتل شوي او ورته هیڅ ډول روغتیایي امکانات نه دي ورکړل شوي:

″دلته چې په بندیانو کوم حالت تیریږي پروردګار د یې په هیڅ ساکښ نه راولي کاش کې په ګونتانامو کې بندیان یا یې ژوندي سیزلي وای خو چې له دې حالته خلاص شوي وای.

د حامد کرزي د اولې دورې نه چې بندیان یو لا همداسې بې سرنوشتنه پراته یو نه مور وینو نه اولاد لیدای شو نه ډوډۍ شته او نه د سر د درد یوه ګولۍ پیدا کېږي.″

په تاجکستان کې دغه افغان بندیان وایې چې شمېریې یوسلوشپیتو کسانوته رسیږي او څوځله یي خپل غږ په دوشنبې کې افغان سفارت ته هم رسولی خو چا یي د ستونزوپه اړه اقدام نه دی کړی.

دا بندیان ټینګارکوي چې افغانستان باید د بندیانو د تبادلې له تړونه استفاده وکړي ترڅو خپل هېواد ته انتقال او لږترلږه له کلونو وروسته خپل خپلوان یې په ژوندونې ویني:

″د خدای د رضا یا د بشر او افغان انسان د یوه حق په توګه مو له دې زندانه ولیږدوئ په افغانستان کې موکه بنديانوي او که اعداموي خوله دې ځایه مو بوځئ.″

دوی وایي، په دې بندیانوکې ډيری افغانان کاریګردي چې په روزګار پسې دغه هېواد ته تللي دي.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت وایي، د تاجکستان سره د بندیانو د تبادلې تړون لري او ډيرژربه د لستونو په برابرولو اقدام وکړي ترڅو افغان بندیان له تاجکستاني هغو سره تبادله شي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج ازادۍ راډيوته وویل، افغان حکومت به ډيرژرد دې موضوع د حل په خاطر یو پلاوی هم د تاجکستان مرکز دوشنبې ته ولیږي:

″ښايي راتلونکې اونۍ د سفارت یوه ډله د بندیانو له لست سره راشي چې څومره تاجکستاني دلته بندي دي او څومره افغانان هلته په زندان کې دي موږ چې دا لستونه سره تبادله کړو له هغې وروسته په میکانیزم چې له مخې یي هغه بندیان په افغانستان کې د بند موده پوره کړي کار کوو.″

نوموړی وایي، د بندیانو د تبادلې د تړون له مخې یوازې هغه بندیان تبادله کېدای شي چې محکمې پرې د بند وروستی حکم صادرکړی وي.

ویل کېږي چې په تاجکستان کې افغانان ترډيره د مخدره موادو د قاچاق او اسنادو نه لرلو په تړاو نیول کېږي خو په افغانستان کې بیا ډیرتاجکستاني بندیان د تروریستي فعالیتونو له امله نیول شوي دي.

افغان کارپوهان وایي، دا چې دواړه هېوادونه یو د بل بندیان لري ښه دا ده چې افغان حکومت د بندیانو د تبادلې له تړونه په خپل وخت ګټه پورته کړي او په دې توګه د بندي افغانانو غږ واورېدل شي.

XS
SM
MD
LG