د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

محصلان: د عالي موسسو طبي مضامین په نظري بڼه تدریس کېږي


د طبي زده کړود عالي موسسو ځیني محصلان، شکایت کوي چې د درس پرمهال يي عملي کارونه کم دي.دوې وايي، اکثره درسونه يي نظري بڼه لري.

په عین حال کې د کابل د طبي پوهنتون یو شمیراستادان وايي، د دې موسسو مسلکي چارې باید په جدي توګه ارزیابي شي ځکه چې د دې موسسو د فارغانو کار د انسان له ژوند سره وي.

سره له دې چې په افغانستان کې د طبي زده کړو د عالي موسسو شمېرمخ په زیاتیدو دی، د دې موسسو ځیني محصلین شکایت کوي چې، اکثره درسونه یي په نظري ډول پرمخ وړل کېږي.

دوې وايي، په دې موسسو کې د درس کېفیت ته هم پام نه کېږي.

مرسل جمالي چې د طبي زده کړو د یوې موسسې محصله ده، ازادۍ رادیو ته وویل، د دوې په موسسه کې ډیری مسلکي مضامین په نظري بڼه تدریس کېږي حال دا چې طبي مضامین عملي کارته ضرورت لري:

″موږ یي عملي کارونو ته زیات نه وړولو، عملي کارونه ډیر مهم دي.

زموږ نظري کارونه زیات دي خو ضروري دا ده چې عملي کارونه وکړي.″

د مریم په نامه یوه بله محصله هم ورته شکایت لري:

″په طبي درسونو کې که عملي کارونه نه وي، محصل څه نه شي زده کولای، له بده مرغه په خصوصي پوهنتونونو کې عملي کارونو ته پام نه کېږي.″

دوې وايي، د دې موسسو فارغانوته په دولتي روغتونونو کې د عملي کارونو اجازه نه ورکول کېږي.

په عین وخت کې د روغتونونو ځیني چارواکي تاییدوي چې په هېواد کې د طبي زده کړو د عالي موسسو له زیاتوالي سره، د دې موسسو د تدریس کېفیت ټیټ شوی دی.

د یوه خصوصي روغتون د نرسنګ د څانګې مشر احمد ضیاء ایوبي له ازادۍ رادیو سره په خبروکې وویل، له ځینو موسسو څخه فارغ شوي ډاکتران تش په نامه ډاکټران دي:

″په خصوصي طبي پوهنتونونو کې د نرسنګ څانګې هم شته، کله کله روغتونونو ته راځي، د دوې له خبرومعلومیږي چې په طبابت هیڅ نه پوهیږي اند د یوه ناروغ د ویني فشارهم نه شي معلو مولای.″

سربیره پردې ځیني عام خلک هم په یو شمېرخصوصي روغتونونوکې د نرسانواو ډاکټرانو له ناوړه چلند او د دوی له ناپوهئ څخه ښې خاطرې نه لري.یوه تن ازادۍ رادیوته وویل:

″نرس او ډاکټر باید ډیرمهربانه اوسي، خوپه دې روغتونونوکې دا مینه نشته او له ناروغ سره ناوړه چلند کوي.″

د کابل ښار یو بل اوسیدونکې وايي، د ځینو خصوصي روغتونونو ځیني نرسان او ډاکټران مصوولیت نه احساسوي:

″دوې نوکرئ ته نه حاضریږي، د شپې له خوا خو هیڅ نوکریوال نه وي. ناروغ ته هیڅ توجه نه کېږي.″

خلک اندیښنه ښيي چې که د عامې روغتیا وزارت په خصوصي روغتونونوکې د شته ستونزو مخه ونه نیسي، دا وضعیت به له دې هم خراب شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د طبي زده کړو په عالي موسسوکې له مسلکي ستونزو سترګې نه پټوي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروزپه دې اړه ازادۍ رادیوته وویل:

″هر څوک چې له پوهنتونه فارغیږي او په طبي سکتور کې کار کوي، لومړی باید د ارزیابئ له فلټره ووځي، که ارزیابئ کې ښه و، د کار اجازه دې ورکړل شي او که نو د کارحق دې نه ورکول کېږي.″

دا اندیښنې په داسې حال کې راپورته شوي چې د لوړو زده کړو وزارت وايي، د طبي زده کړو نویوعالي موسسوته یې د فعالیت د جوازونو ورکول، ځنډولي دي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیرمحمدعثمان بابري په دې اړه ازادۍ رادیوته وویل:

″دې ستونزې مو پام دی، د وزارت په رهبري شورا کې مو پریکړه وکړه چې نور د طبي زده کړو عالي موسسوته د فعالیت د جواز ورکول وځنډوي، موږبه په دې برخه کې کره ارزیابي ترسره کړو.″

بل خوا د کابل پوهنتون د داخلې د دیپارتمنټ استاد عزیزاله وايي، مسوول ارګانونو باید د دې موسسو معیاري کولو ته تدابیر جدي کړي.

کارپوهان وايي، د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو چارواکي باید د محصلانو د جلب او جذب ترڅنګ، د درسونو کېفیت او معیارهم لوړکړي.

څو د دې موسسو فارغان په راتلونکې کې له یوې خوا له مسلکي ستونزو سره مخ نه شي او له بلې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG