د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

امريکا او طالبان وايي په قطر کې د سولې خبرې نه کوي


په قطر کې د طالبانو دفتر چې تر پرانيستل کېدو وروسته وتړل شو
په قطر کې د طالبانو دفتر چې تر پرانيستل کېدو وروسته وتړل شو

متحدایالات وايي چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې. په دې لړ کې وروستۍ څرګندونې د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې وکړې.

جین ساکي پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې متحدایالات یوازې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي:

"متحدایالات له طالبانو سره په مستقیم یا غیرمستقیم ډول په دوحه یا په کوم بل ځای کې نه غونډه کوي، نه اوس کومه غونډه روانه ده او نه په پام کې ده. موږ لاهم د افغانانو په مشرۍ، د افغانانو په وسیله د پخلاینې پروسې ته کلک ژمن یو"

په همدې ورځ د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې بېرنادیت میهان وویل چې له طالبانو سره د سولې هېڅ راز خبرې په پام کې نه دي. مېرمن میهان هم ټینګار وکړ چې متحدایالات به یوازې د هغو خبرو ملاتړ وکړي چې د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

له دې مخکې د پاکستان پوځي چارواکو ویلي وو، چې د سولې د خبرو لومړی پړاو د پنجشنبې او دوهم پړاو یې د جمعې په ورځ په قطر کې پیلېږي. په دې اړه د پاکستان د پوځ په بیان کې د طالبانو د ځینو سرچینو په حواله ویل شوي دي چې د طالبانو او متحدوایالاتو ترمینځ د سولې خبرې په دوحه کې پیلېږي.

د قطر د حکومت چارواکو تراوسه د دې راپورونه د رد یا تایید په اړه څه نه دي ویلي خو د سولې د عالي شورا چارواکي وايي چې طالبانو په دې وروستیو کې پخلاینې ته لېوالتیا ښودلې. د دې شورا د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر حبیب الله فوزي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې د سولې عالي شورا د خبرو لپاره د طالبانو د چمتووالي هرکلی کوي. ښاغلي فوزي سولې ته د طالبانو په هڅولو کې په تېره د پاکستان همکاري اغېزناکه وبلله.

وسله والو طالبانو په قطر کې له متحدوایالاتو سره د سولې د خبرو د پیل په اړه راپورونه رد کړي. ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولې، له رسنیو سره په تماس کې ویلي دي چې له امریکايي چارواکو سره د سولې د خبرو هېڅ راز پلان نشته.

خو فرانسپرس خبري آژانس په پاکستان کې د دېره افغان طالبانو د یوه جګپوړي مقام له قوله راپور ورکړی دی چې د سید طیب آغا په مشرۍ د طالبانو جګپوړي استازي به له متحدوایالاتو سره د سولې خبرې وکړي. د کوټې د شورا یوه غړي هم د دې راپورونو د تایید ترڅنګ ویلي، اوس چې حامدکرزی د افغانستان د حکومت په راس کې نه دی، نو د سولې خبرواترو ته لاره پرانیستل شوې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تېرځل کله چې طالبانو په قطر کې خپل دفتر پرانیست، نو پخواني ولسمشر حامدکرزي پر امریکا چې د ده په وینا د افغان حکومت له مشورې پرته یې طالبانو ته د دې کار اجازه ورکړې ده، سخت انتقاد وکړ او په نتیجه کې یې په دوحه کې د طالبانو پرانیستی دفتر بېرته بند شو.

XS
SM
MD
LG