د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

کندهار ته د لوټل شوي بانک د قضيي په اړه پلاوی لیږل شوی


د افغانستان بانک وايي، د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د بانک قضیي د پلټنې لپاره یي سیمې ته د څیړنې پلاوی استولی.

په کندهار زون کې د افغانستان بانک امرفضل احمد د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې وړمه ورځ سپین بولدک ولسوالۍ د افغانستان بانک د څانګې مدیرلا درکه شوی او د خزانې کیلیانې یې هم له ځان سره وړې دي.

د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، د افغانستان بانک مدیرسیداحمد له دوو تنو سره د بانک یوه اندازه پیسې غلا کړي او له کورنۍ سره پاکستان ته تښتېدلی.

د افغانستان بانک وايي چې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ د بانک د قضیې د څېړلو لپاره یي له کابله یو پلاوی سیمې ته لېږلی، څو معلومه کړي چې له یاد بانکه څومره پیسې غلا شوي دي.

د دې بانک دویم مرستیال عیسی تراب د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې د افغانستان بانک د کندهار زون مسوولینو ورته خبر ورکړی چې د سپین بولدک ولسوالۍ د بانک مدیر له دوو ورځو راهیسي د بانک د خزانې له کیلیانو سره لادرکه دی:

″زموږ هییت هلته رسېدلی په دې باندې کارکوي چې د خزانې دروازه خلاصه کړي او معلومه کړي چې ایا رېښتیا هم له بانکه غلا شوې ده او که نه، څنګه چې دروازې زیاتې قوي جوړې شوې دي هرڅوک یې نه شي خلاصولی، تر اوسه هیڅ نه دي معلوم چې موضوع څه شی ده لېږل شوی هییت خپلې پلټنې بشپړوي او وروسته به په دې اړه له تاسو سره معلومات شریک کړو.″

هغه زیاته کړه، له کابله په لیږل شوي هییت کې فني کسان دي، څو د بانک د خزانې دروازه خلاص او معلومه کړي چې ایا غلا شوې او که نه او که شوې وي، نو څومره پیسې له بانکه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې په کندهار زون کې د افغانستان بانک مسوولین وايي چې د سپین بولدک د بانکي څانګې مدیرسیداحمد د بانک له دوو کارکوونکو سره چې یو یي ورور او بل یې خانه سامان وو لادره شوی دی.

په جنوب لویدیځ زون کې د دې بانک امرفضل احمد ازادۍ راډیو ته وویل، په بانک کې د پنځلسو ورځو جمع شوې پیسې موجودې وې چې نږدې یو اتیا میلیونو افغانانیو ته رسېدلې:

″دا کارخپله د بانک مدیرکړی چې سید احمد نومیږي امکان لري پاکستان ته تښتېدلی وي دا چې څومره پیسې غلا شوي په دې اساس یې درک نه معلومیږي چې تر اوسه هم خزانه تړلې ده کله چې خزانه خلاصه شي هرڅه به روښانه شي.″

هغه زیاته کړه، د دوی لومړني معلومات ښيي چې سیداحمد د بانک له مامورینو وروسته په بانک کې پاتې شوي او له کله نه چې له بانکه وتلی، د تیلیفون شمېره یي کارنه کوي او د کور دروازه یې هم تړلې ده.

بل خوا د کندهار د امنیه قومندانۍ د پولیسو ویاند ضیا درانی وايي، سیداحمد له دوو ملګرو سره د بانک په غلا تورن ګڼي او وايي پاکستان ته تښېدلیدی.

خو دا چې څومره پیسې له بانکه غلا شوي دي ښاغلي دراني په دې اړه څه نه وايي.

درانی زیاتوي چې په دې اړه د افغانستان بانک چارواکو سره یو ځای پلټنې کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان له بانکه پیسې غلا کیږي له دې وړاندې هم څوځله د افغانستان له خصوصي او دولتي بانکونو څخه په بېلابېلو ډولونو پیسې غلا شوي وې.

کارپوهان وايي، د افغانستان بانک چارواکي او همدا رنګه خصوصي بانکونه باید له بانکونوڅخه د پیسو د غلا د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG