د کندهار چارواکې وايي چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان بانک د یوې څانګې د پیسود لوټ په قضیه کې د شاملو کسانو د نیولو لپاره جدي تحقیقات کوي.
د کندهارد سپين بولدک ولسوالۍ د افغانستان بانک څانګې ټولې پيسې د دې بانک مدير او دوو مامورينو لوټ کړي او د کرښې هاخوا ګاونډي هېواد پاکستان ته تښتيدلي دي.
په کندهار کې د افغانستان بانک عمومي مشر فضلي احمد عظيمي وايي چې پيښه وړمه ورځ رامنځته شوې ده او د بانک مديرسيداحمداغا او دوه مامورين د پيسو تر لوټيدو وروسته خپلې کورنۍ هم پاکستان ته بېولي دي.
د بانک د رييس په وينا چې د بانک په دې څانګه کې تر پنځوس ميليونه زياتې افغانۍ موجودي وي، خو معلومه نه ده چي په څومره اندازه پیسې به وړل شوي وي.
د افغانستان بانک د کندهار د څانګې مسوول زیاتوي چې تر پیښې وروسته د خزانې دروازې تړل شوي دي او تراوسه خلاصې شوي نه دي.
په عین حال کې امنیتي چارواکي وايي چې د پیسو د لوټ په دې قضیه کې د شاملو کسانو د نیولو لپاره جدي تحقیقات کوي.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادۍ رادیوته وویل چې په دي اړه د مرکز کابله یوه هییت ته دنده سپارل شوې چې د کندهار د مقاماتو سره یوځای د قضیي جدي پلټنه وکړي.
سپین بولدک چې د پاکستان سره ګډه پوله لري د کندهار د مهمو تجارتي او کاروباري ولسوالیو څخه شمېرل کیږي.
راپور: محمدصادق رښتینی