د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

لا هم نه ده څرګنده چې امریکا په افغانستان کې څه غوښتل؟


زیات شمېرلویدیځو ورځپاڼو د ملګروملتونو د هغه راپور په اړه مضمونونه خپاره کړي چې وایي، د افغانستان په جګړو کې د ملکېانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه په دې اړه لیکلي، په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستې د دفتر (یوناما) په کلنې راپورکې مهمه خبره دا ده چې یو شمېر ملکي افغانانوته د ډیورنډ د کرښې اغاړې نه د توغندیو په ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپورکې ویل شوي چې په ۲۰۱۴ م کال کې لږترلږه ۴۱ ځلي د افغانستان پر خاورې حملې شوې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د یوناما د راپور پر اساس لیکي چې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو په مرګ ژوبله کې د نظر وړ کموالی راغلی او یو دلیل یي ممکن دا وي چې امنیتي مسولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د مسالې په اړه یوه مضمون کې لیکلي، په افغانستان کې د ملکېانو د مرګ ژوبلې یوعلت ممکن دا وي چې په دې هېواد کې د جګړې بڼه بدله شوې او زیات شمېر افغانان له خطر سره مخامخ شوي دي.

ورځپاڼه د یوناما د راپورپه استناد لیکي:

له ۲۰۰۹ م کال راهیسې په ۲۰۱۴ م کال کې د لومړي ځل لپاره وسله وال او افغان امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې یوله بل سره مخامخ شول او دواړو خواو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بریتانیا چاپ، ګارډین ورځپاڼې په دې اړه لیکلي، د افغانستان د جګړې ناوړه عواقب په مرګ ژوبلې پورې منحصر نه پاته کېږي، بلکه یو شمېر افغانان د جګړو له امله بې ځایه شوي او د ملګرو ملتونو د ارقامو پر اساس، یوازې اته لکه افغانان د هېواد په داخل کې بې ځایه شوي دي.

خو فارین پالیسي خپرونې د افغانستان د جګړې یوه بل اړخ څیړلی او یو مضمون یي خپورکړی چی سرلیک یي دی:

امریکا او لویدیځ ځکه په افغانستان کې ناکام شول چې لومړنې قواعد او اصول یي عملي نه کړل.

خپرونه لیکي:

کله چې دا پوښتنه مطرح کېږي چې امریکا ولې په افغانستان کې ناکامه شوه، زیات دلایل راوړل کېږي.

ځیني کسان وایي، په پاکستان کې د وسله والو امن ځایونه له منځه نه ولاړل، یا دا چې د امریکا دفاع وزارت چمتو نه وه چې د افغانستان د خلکو ټولنیزې، سیاسي او اقتصادي هیلې پوره کړي او یا دا چې ناټولکه څنګه چې لازمه وه د افغانستان په جګړو کې ونډه وانه خیستله، او ځیني نور دلایل.

فارین پالیسي زیاتوي، دا ټول ځوابونه سم دي او نورې زیاتې پلمې هم شته چې په افغانستان کې د نه بري دلایل ګڼل کېږي، خو دا یو هم د ناکامۍ ریښتیني دلایل نه دي.

د خپرونې په باور، واقعې دلیل دا دی چې امریکا په افغانستان کې د جګړې لومړنې قواعد او اصول هیر کړل په دې معنی چې ستراتیژي یي له سیاست سره تطبیق نه کړه.

غلط او ناسم تصویرونه وایستل شول، د امریکا دفاع وزارت په خپل سرکارونه پرمخ یوړل او داسې فکر یي کاوه، کوم حل چې امریکایان یي غواړې، هغه افغانان هم غواړي.

فارین پالیسي لیکي:

تراوسه نه ده څرګنده چې امریکا په افغانستان کې څه غوښتل، ایا هدف یي د طالبانو له منځه وړل او د افغانستان دولت جوړول و؟

یا دا چې غوښتل یي په یوازې ځان د تروریزم پرضد مبارزه وکړې او که د افغانستان د بیا رغاونې او ابادۍ لپاره یي د مارشال پلان د عملي کولو هلې ځلې کولې؟

خپرونه لیکي:

اوس هم څرګنده نه ده چې امریکا څه غواړي او د څیړونکو په باور، که چېرې دا هدف څرګند شي او امریکایي عسکر یي د رسیدو لپاره په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاته شي، په هغه صورت کې به امریکا له دې ناکامۍ نه خلاصه شي.

XS
SM
MD
LG