د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

د افغانستان کرکټ ټیم عربي اماراتو ته د ۱۴ منډه په توپیر ماته ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن نړیوال جام ته د تیاریو په لړ کې د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته په دوستانه لوبه کې د ۱۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا یوه ورځنۍ لوبه د اسټرالیا په میلبرن ښار کې وشوه او په ټاکلیو پنځوس اورونو کې افغانستان؛ د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۸ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې د متحد ه عربي اماراتو لوبډله د ۲۹۴ منډو له جوړېدو سره وسوځیده.

له بلي خوا، د افغانستان جمهوري ریاست په یوې اعلامیه کې ویلي؛ د هند صدراعظم نریندرا مودي نن د افغانستان له جمهور رییس اشرف غني سره ټیلفوني خبرې وکړې او د ۲۰۱۵م میلادي کال د نړیوال جام سیالیو ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لارې موندنې له امله یې جمهور رییس او د افغانستان خلکو ته مبارکي وویله. مودې په دې سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د بریالیتوب هیله وکړه.

د هند صدراعظم د کرکټ لوبه د هېوادونو د نږدیوالي او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره یوه ښه وسیله وبلله.

په دې ټيلفوني خبرو کې هند ته د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني د سفر په اړه هم بحث وشو او د دواړو هېوادونو مشرانو پریکړه وکړه چې د افغانستان او هندوستان هیات دې د دې سفر د نېټې او اجنډا په باب خبرې وکړې.

د افغانستان جمهور رییس د هند د صدراعظم نریندرا مودي له ټیلفوني اړیکې څخه په مننې وویل چې افغانستان او هند یو له بله ډیرنږدې اړیکې لري او هیله ده چې هند ته د ده سفر د دې اړیکو د لا پیاوړتیا سبب شي.

XS
SM
MD
LG