د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

"امریکا له افغانستانه وځي، چین په دې هېواد کې ونډه اخلي"


وال سټریټ ژونال ورځپاڼې او فارین پالیسي خپرونې په افغانستان کې د چین د رول او په ځینو ولایتونو کې د داعش ډلې د حضور په اړه مطالب خپاره کړي دي.

وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې: "امریکا له افغانستانه وځي، چین په دې هېواد کې ونډه اخلي" ترسرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې راغلي:

یو جګ پوړی امریکایي چارواکی وایي؛ په ډسمبر میاشت کې د امریکا، چین او افغانستان استازو په لندن کې پټې خبرې وکړې او دا لومړی ځل و چې دا درې هېوادونه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په مقصد سره جرګه شول.

ورځپاڼه لیکي: له دې مخکې د افغان طالبانو یوه هیات چین ته سفر کړی و او دا خبره بدله شوه؛ چین چې په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور څخه اندیښمن دی؛ له اوږدې مودې راهیسې یې ټینګار کاوه چې د ګاونډي هیواد افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي.

د خبرو یوه ګډونوال وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي؛ د یادو درېیو هیوادونو استازو یو ځل بیا تیره میاشت په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان په اړه یوه نړیواله غونډه وکړه.

ورځپاڼه زیاتوي، یو شمېر لویدیځ ډيپلوماټان په دې باور دي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د چین منځګړتوب داسې اشارې یا پیغامونه ورکوي چې د پیکنګ په بهرنۍ پالیسۍ کې بدلون راغلی دی. چین په تېرو څو لسیزو کې خپل زیات پام کورنیو مسالو ته اړولی و؛ خو د چین دا نوي پالیسي به د مرکزي آسیا سیاسي جغرافیا له سره وڅیړي او د یوه سیمه ییز طاقت په توګه به د پیکنګ توان وآزموي.

ورځپاڼې په پیکنګ او کابل کې د امریکا د پخواني ډیپلوماټ "ډیویډ سیډني" چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا لپاره د امریکا دفاع وزارت کې معین هم و؛ خبرې راخیستي چې وایي؛ په یقین سره چې چین په افغانستان کې د امریکا د بري په کار کې سیالي کوي. دوی غواړي ثابته کړي چې له امریکا نه ښه کار کولای شي.

وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي؛ پیکنګ ته په ډسمبر میاشت کې د افغان طالبانو سفر په تیرو څو میاشتو کې چین ته د هغوی دوهم سفر و. د طالبانو له سفر مخکې د افغانستان جمهور رییس اشرف غني دغه هیواد ته رسمي سفر کړی و.

ورځپاڼه لیکي، چین افغانستان ته د ۲۰۱۷ م کال په جریان کې د ۳۲۷ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې او داسې ښکاري چې له افغانستان څخه د امریکا او متحدانو د وتلو په درشل کې چین د هغو لارو چارو په لټه کې دی؛ که وکړای شي په افغانستان کې امنیت ښه کړي.

فارن پالیسي:

امریکایي خپرونې فارن پالیسي، په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه یو اوږد مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې لیکي:

د روان عیسوي کال له پیل راهیسې راپورونه خپرېدل چې وسله وال د داعش تر تور بیرغ لاندې جګړې کوي . په لومړی سر کې داسې آوازې وې؛ بهرني وسله وال چې له داعش سره تړاو لري، له ایران سره په ګاونډي ولایت فراه او جنوبي ولایتونو هلمند او زابل کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري؛ فعالیت کوي.

په آوازو پسې وروسته په تورو جامو کې وسله وال هم په تصویریونو کې راڅرګند شول. افغان چارواکو په لومړي سر کې نه غوښتل چې په هېواد کې د اسلامي دولت د وسله والو حضور تایید کړي او ویل یې چې د طالبانو او حقاني شبکې کسانو خپلې څیرې او جامې بدلې کړې او د داعش په نامه تروریستي اعمال ترسره کوي.

فارن پالیسي د داعش د ویاند د څرګندونو؛ په افغانستان کې د طالبانو د قومي او سیمه ییزو اختلافاتو او په دې هېواد کې د وارد شویو سیسټمونو د ناکامیو په اړه له توضیحاتو وروسته په وروستي تحلیل کې ليکي:

که څه هم چې په افغانستان کې د داعش د واقعې حضور په اړه قوي شواهد نه شته؛ خو د دې ډلې اثرات به په دې هېواد کې جاري وي. دا هم څرګنده ده چې په افغانستان کې د "خراسان" په نامه د خلافت لپاره د دې ډلې لیدلي خوبونه به ریښتا نه شي او په مقابل کې به یې قومونه د خپلو ټوپکونو میلې د دوی پر لور واړوي. خو دا به هم ولیدل شي چې دا ډله لاهم د خپل دغه ارمان لپاره ټینګار کوي او که څنګه؟

XS
SM
MD
LG